د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو ایراني زندان کې ۲ افغانان اعدام شوي دي


د بشري حقونو سازمان وايي چې افغانان د شیراز په زندان کې په دار ځړول شوي دي - پخوانی انځور.
د بشري حقونو سازمان وايي چې افغانان د شیراز په زندان کې په دار ځړول شوي دي - پخوانی انځور.

د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې دوه افغانان د شیراز په زندان کې اعدام شوي دي.

هغه سازمان د جولای پر دویمه راپور ورکړ چې علي الله بخش او افضل الله بخش د جون پر ۳۰مه د شیراز په عادل اباد زندان کې اعدام شوي دي.

علي او افضل د يو بل نېږدې خپلوان بلل شوي او درې کاله وړاندې له مخدره موادو سره د تړلیو جرمونو په تور زنداني شوي ول.

ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د اعدامونو کچه پکې لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا نیوکې ورباندې کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تېر کال ویلي وو چې په ایران کې ۷،۰۰۰ افغانان بندیان دي، خو دا نه ده څرګنده چې څومره یې په اعدام محکوم شوي دي.

XS
SM
MD
LG