د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: کېچ کې ۳ کسان وژل شوي، ۱ ژوبل دی


د بلوچستان د کېچ ضلعې نقشه.
د بلوچستان د کېچ ضلعې نقشه.

د بلوچستان په کېچ ضلع کې په یوه بمي چاودنه او د ډزو په پېښو کې درې کسان وژل شوې او یو ژوبل شوی دی.

د کیچ ضلعې یو انتظامي چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي دي چي دا پېښه د جولای پر لومړۍ نېټه په ګیبن سیمه کې شوې ده. د هغه په وينا، په وژل شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي.

نوموړي زياته کړه چې د کېچ ضلعې له مرکز څخه ۳۰ کيلومیټره ليرې په ګبین سیمه کې لومړی ناپېژندل شویو وسلوالو پر یو کور ډزې وکړې چې محمد علي نومې تن پکې ژوبل شو.

د چارواکي په خبره، چې کله د محمد علي د کورنۍ غړيو هغه روغتون ته رساوه نو د کور مخې ته یې بمي چاودنه وشوه چې پکې دغه مرګژوبله مخې ته راغله.

د سیمې چارواکي وایي د پېښې پلټنې يې پیل کړې دي، خو لا هم څوک نه دي نیول شوي او نه تر اوسه چا د دې پېښې ذمه واري منلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز په نوم ادارې د جون پر ۳۰ مه په خپاره کړي درې میاشتني راپور کې ویلي چې د وسلوالو بریدونو او پوځي عملیاتو پر مهال اپرېل، مې او جون مياشتو کې ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې، تر ټولو زیاته یعني ۹۲ سلنه مرګژوبله په خیبر پښتونخوا کې اوښتې ده. دا راز په بلوچستان کې بیا ۸۷ فیصده د تشدد پېښې رامينځ ته شوې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG