د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د جنوبي ضلعو لپاره بېل سیکرټرېټ جوړوي


د ډېره اسماعیل خان ښار په څلورلاره کې د ټرافیکو پولیس ګاډو ته د تګ اشاره کوي - د فبرورۍ اوومې انځور.
د ډېره اسماعیل خان ښار په څلورلاره کې د ټرافیکو پولیس ګاډو ته د تګ اشاره کوي - د فبرورۍ اوومې انځور.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جنوبي ضلعو د ستونزو هواري لپاره د بېل سېکرټرېټ جوړولو نوټیفیکیشن خپور کړی دی.

د صوبايي‌ حکومت ویاند بېرسټر سیف د جون پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې دا پرېکړه یې د جنوبي ضلعو د خلکو ستونزو ته په کتو کړې ده.

هغه زیاته کړه چې د هغو ضلعو خلک د سرکاري کارونو لپاره پېښور ته راتلل چې د لارې د اوږدوالي له وجې زیاتره خلک په پېښور کې شپې تېرولو ته مجبور ول، نو ځکه یې دغه اقدام واخیست.
هغه وویل "سکریټریټ به په بنو یا ډېره اسماعیل خان کې جوړیږي. له دې سره به د پېښور پر دفترونو کار هم کم شي. هلته به اډیشنل چیف سیکرټري کښېني او د خلکو ستونزې به زر هوارېږي"

د جون پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا حکومت په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي دي چې نوی سکرټریټ به د کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان ډویژونونو لپاره وي او د دې لپاره حکومت محمد عابد مجید ته وظیفه ورکړې چې د اضافي چیف سیکرټري په حیث کار وکړي او د بېل سېکرټریټ جوړولو وړاندیز چمتو کړي.

په ډېر اسماعیل ډوېژن کې ټانک، بر او کوز جنوبي وزیرستان او ډېره اسماعیل خان ضلعې شاملې دي. په بنو ډوېژن کې لکي مروت، شمالي وزیرستان او د بنو ضلعې دي او دا راز په کوهاټ ډویژن کې کرک، هنګو، اورکزی او کرمه ضلعې دي.

دا درې ډویژنونه د خیبر پښتونخوا په جنوبي او مرکزي برخو کې پراته دي. دا سیمې له مرکز پېښور څخه له ۱۰۰ نیولې تر ۳۰۰ کیلومیترو لېري دي.

په بیان کې راغلي دي چې محمد عابد مجید به د قانوني چوکاټونو، بودیجې اصولو، او ادارو د قواعدو جوړولو په اړه هم وړاندیزونه تیار کړي او اعلا وزیر ته به یې وسپاري.

د خیبر پښتونخوا جنوبي ضلعې له پیل راهیسې په پرمختیایي کارونو کې وروسته پاتې ګڼل کېږي. هلته د زیربناو کمی دی. دا راز په دې سیمو کې په وروستیو میاشتو کې د وسلوالو فعالیتونه هم لا زیات شوي دي، چې له امله یې د دولت کنټرول کمزوری شوی دی.
حکومت او پوځ وایي په سیمه کې امنیت ته ژمن دي او د دې لپاره هدفي عملیات کوي.

XS
SM
MD
LG