د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان نوی ګورنر وايي حکومت د وسله والو ډلو سره مذاکراتو ته تیار دی


شیخ جعفر خان مندوخېل - انځور له ارشیفه
شیخ جعفر خان مندوخېل - انځور له ارشیفه

د بلوچستان نوي ټاکل شوي ګورنر شیخ جعفر مندوخېل ويلي چې که کوم ناراضه بلوڅان له حکومت سره خبرې کول غواړي، حکومت ورته چمتو دی.

نوموړي د مې پر شپږمه په ګورنر هاوس کې د خپلې دندې د سوګند پورته کولو په وخت وويل چې په صوبه کې به د امنيت د روانې خرابۍ لړۍ ښه کولو په خاطر د خبرو اترو لاره کاروي. د خبریالانو سره په خبرو کې د یوې پوښتنې په ځواب کې مندوخېل زیاته کړه چی په کومه ټولنه کي د خبرو لړۍ بنده شي، هغې ټولنې ته د ظلم او جبرټولنه ویل کيږي نو ځکه په صوبه کي د امنیت د ټنګ ساتني په خاطر د مذاکراتو لاره ډیره مهمه ده.

په دې وروستیوو کې په بلوچستان کې ناامني زیاته شوې ده. له پاکستانه بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې وخت په وخت پر چينايي وګړو او پاکستانيوو امنيتي ځواکونو بریدونه کوي. دوی تر اوسه د ګورنر مندوخیل د وړاندیز په اړه څه نه دي‌ ويلي.

شیخ جعفر خان مندوخېل په ۱۹۵۶ کال کې په کوټه کې پیدا شوی دی او لومړنۍ زده کړې یې هم له هغه ښاره کړي دي. هغه په ۱۹۷۴ز کال کې د مسلم سټوډنټس فېډریشن له لارې سیاست پیل کړ. نوموړی له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۳ پورې د بلوچستان د تعلیم او له ۱۹۹۳ کال څخه تر ۱۹۹۶ کال پورې د خزانې وزیر وو.

مندوخېل له ۱۹۹۷ کال څخه تر ۱۹۹ کال پورې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر په توګه هم کار کړی دی. وروسته هغه په مسلم لیګ (ق) کې شامل شو او د ۲۰۰۲ کال په ټاکنو کې له ژوبه د هغه ګوند پر ټکټ صوبایي اسمبلۍ ته کامیاب شو. د سږکال تر ټاکنو مخکې شیخ جعفرخان مندوخېل په مسلم لیګ (ن) کې شامل شو او بیا د ګوند صدر وټاکل شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري مندوخېل د ملک عبدالولي کاکړ پر ځای ګورنر ټاکلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ او یوشمېر نورو ګوندونو د فبرورۍ اتمې تر عامو انتخاباتو وروسته په وفاق او بلوچستان کې د ګډو حکومتونو جوړولو او داراز، په خپل مینځ کې د یوشمېر لوړپوړو څوکیو د وېشلو موافقه کړې وه. پیپلز ګوند البته په وفاقي حکومت کې وزارتونه نه دي اخیستي. د پاکستان په صوبو کې ګورنر د دولت یا د ریاست او د وفاق د استازي په توګه دنده ترسره کوي او له انتظامي پلوه زیات واک نه لري.

XS
SM
MD
LG