د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د بېلیسټيک توغنديو په اړه د امريکا بنديزونه رد کړي دي


ممتاز زهرا بلوڅه وايي هیواد یې د اقتصادي ودې لپاره معروضي مکانيزم ضروري ګڼي: انځور له ارشیفه
ممتاز زهرا بلوڅه وايي هیواد یې د اقتصادي ودې لپاره معروضي مکانيزم ضروري ګڼي: انځور له ارشیفه

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅې د اپریل پر ۲۰مه په یو بیان کې ویلي دي چې هیواد یې پاکستان د د سامانونو د لېږد کنټرولولو (ايکسپورټ کنټرول) سياسي استعمال ردوي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس اې پي پي د نوموړې له قوله لیکلي چې پاکستان د ټولنيزې او اقتصادي ترقۍ ترلاسه کولو لپاره ټېکنالوجۍ ته د رسايۍ يقيني کولو په موخه يو معروضي مکانيزم ضروري ګڼي او د دې لپاره د اړونده فرېقېنو ترمنځ د خيالاتو تبادلې ته اړتيا ده.

دا له هغې وروسته ده چې امریکا پر هغو څلورو شرکتونو بندیزونه ولګول چې د پاکستان د بېلیسټیک توغندیو پروګرام لپاره پرزې برابروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپریل پر ۱۹مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دې کې یو شرکت د بېلاروس اودرې د چین دي چې د پاکستان د بېلیسټیک توغندیو د پروګرام لپاره یې پرزې برابرولې.

په بیان کې راغلي چې د بندیزونو لاندې د راغليو شرکتونو او وګړیو ټولې هغه اثاثې به تړل کیږي چې په امریکا دننه او یا د امریکا په کنټرول کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG