د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان حکومت ۱۴ کسيزې کابینې لوړه کړې ده


په کوټه ښار کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ـ پخوانی انځور
په کوټه ښار کې د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ ـ پخوانی انځور

د بلوچستان حکومتي کابینې ۱۴ وزیرانو د خپلو څوکیو حلف پورته کړی دی.

د اپریل پر ۱۹مه، په ګورنر هاوس کې د بلوچستان ګورنر ملک عبدالولي کاکړ د صوبايي کابینې د ۱۴ غړیو څخه سوګند واخیست. په کابینه کې یوه میرمنه، ۳ پښتانه او ۱۱ بلوڅ وزیران شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرکز تر څنګ په خیبر پښتونخوا، سیند او پنجاب کې حکومتونه جوړ شوي او کار یې پیل کړی خو په بلوچستان کې د اعلا وزیر تر انتخاب وروسته د کابېنې جوړولو عمل د ځنډ سره مخ وو.

د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټی د خپل ګوند پیپلز پارټۍ، پاکستان مسلم لیګ (ن) او ځینو نورو ګوندونو په مټ د مارچ پر دویمه بې له مقابلې اعلا وزیر ټاکل شوی وو.

د بلوچستان حکومت د ویاند شاهد رند وايي چې د کابینې د جوړولو پرېکړه په اسلام اباد کي د پیپلزګوند او مسلم لیګ ن مرکزي مشرانو کړې ده. خو په بلوچستان اسمبلي کې د مسلم لیګ (ن) غړي زرک مندوخېل ویلي دي چی په بلوچستان کي د ایتلافي حکومت د لومړيو دوه نیمو کلونو لپاره پیپلز ګوند د خپلي خوښې کابینه ټاکلې ده.

په کابینه کې د پښتنو پرکمه نمایند ګۍ د اسمبلۍ یو شمېر غړیو د خپګان څرګندونه کړې ده او ویلي یې دي چې له دې سره به د صوبې سیاسي او پرمختیايي عمل اغېزمن کېږي.

په دغه اړه له کلاسیف الله د صوباي اسمبلي ازاد غړې مولوي نورالله مشال راډیو ته وویل چې په اوسنۍ کابینه کي له ژوب ډویژنه یو وزیر هم نه دی اخیستل شوی.

د بلوچستان وزیراعلا میرسرفراز بګټي د کابینې لومړۍ غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې په صوبه کې امنیت پرځای کول او د ترهګرۍ مخه نیول یې په لومړیتوبونو کې دي.

په بلوچستان صوبه کې دا وخت پاکستان پیپلز ګوند، پاکستان مسلم لیګ (ن)، بلوچستان عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې شریک دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په بلوچستان کې بېلا بېل ګوندونه په واک کې سره شریک دي بلکې تر دې وړاندې هم زیاتره وخت نه یوازې مخلوط حکومتونه جوړ شوي بلکې د حکومت په جوړولو کې هم د نورو صوبو پرتله لانجې او ځنډ زیات راغلی دی. بیا چې کله هلته حکومت جوړ شي نو د نورو صوبو پرتله "لنډ او بې ثباته" پاتې شوی دی.

تر دې وړاندې هغه حکومتونه زياتره وخت د خپل واک تر مودې بشپړه کېدو وړاندې مات شوي‌ چې بېلا بېلو ګوندونو په شريکه جوړ کړي ول.

په پاکستان د فیبرورۍ پر اتمه عام انتخابات شوي دي چې تر هغې راوروسته په په مرکز او صوبو کې واک له نګران حکومتونو منتخب حکومتونو ته سپارل شوی دی.

XS
SM
MD
LG