د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په دکۍ کې د باران له کبله پنځه تنه وژل شوي


په بلوچستان کې بارانونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان وژلي دي. (انځور: ارشیف)
په بلوچستان کې بارانونو تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان وژلي دي. (انځور: ارشیف)

د بلوچستان په دکۍ ضلع کې د مارچ پر ۲۸مه د بارانونو له وجې د یوې خونې د چت کېناستو له وجې د کویلې په کانونو کې کارکوونکي پنځه مزدوران وژل شوي دي.

د دوکۍ د پولیسو د تاڼې مشر اېس اېچ او شریف موساخېل مشال راډیو ته وویل، درې کان کېندونکي د موساخېلو او دوه نور د کلاسیف الله اوسیدونکي وو.

هغه وايي د پنځو واړو جسدونه د هغوي پلرنیو سیمو ته استول شوي دي. د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي په یاده پېښه غمرازي ښودلې ده.

بل پلو، مرستندویه ادارې د دکۍ په ناصر اباد سیمه کې په یوه کان کې د سیلاب د اوبو د ننوتلو له وجې بند پاتې شوي پنځه نور مزدوران ژوندي او خوندي راویستلي دي.

د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې د مارچ پر ۲۹مه هم باران ورېږي او د سبا ورځې د باران اټکل هم شوی دی. د بارانونو او سیلابونو له وجې یو شمېر لویې لارې تړل شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG