د لاسرسي ځای

تازه خبر

د يوناما پلاوی د افغان کډوالو پر اړه د خبرو لپاره پاکستان ته ځي


د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهيسې له پاکستانه شاوخوا ۵ لاکه افغان کډوال ايستل شوي دي ـ پخوانی انځور
د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهيسې له پاکستانه شاوخوا ۵ لاکه افغان کډوال ايستل شوي دي ـ پخوانی انځور

ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما ) یو پلاوی په لنډ راتلونکې کې پاکستان ته ولاړ شي او د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان کډوالو پر مسلې خبرې وکړي.

په بشري چارو کې د یوناما مرستیال او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري او پراختیایي ټولنې مشر اندریکا راټوټ پاکستان ته د یوناما د پلاوي د استولو خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دي ویلي چې په کومه ورځ به اسلام اباد ته روانیږي.

راټوټ د طالبانو د حکومت د رييس الوزرا (وزيراعظم) له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د مارچ پر ۲۷مه د یوې غونډې پرمهال وويل چې یوناما به پاکستان وهڅوي چې تر اختر وروسته افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې ونه باسي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان يوشمېر رسنيو د مارچ پر ۱۸مه د پاکستانيو چارواکو له خولې خبر ورکړ چې په هغه هېواد کې د افغان سېټيزن کارډ یا د افغان وګړيتوب کارډ لرونکو کډوالو په اړه معلومات راغونډوي او د اپرېل پر ۱۵مه د هغوی د ايستلو پر بهير غونډه کوي.

مشال راډيو د پاکستان د حکومت هغه اعلاميې تر لاسه کړي چې پکې پوليسو او د قانون پلي کوونکو ادارو کارکوونکو ته ويل شوي دي چې د هغو اسناد لرونکو افغان کډوالو او د هغوی د استوګنځايونو په اړه معلومات راغونډ کړي چې افغان سېټيزن کارډ (اې سي سي) لري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د ارقامو له مخې، دا مهال په پاکستان کې ۱۴ لاکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي. دوی د پاکستان حکومت د اوسېدو لپاره ځانګړي کارډونه ورکړي دي او د روان کال د مارچ تر ۳۱مې یې د کډوالۍ کارډ لرونکو افغانانو د اوسېدو موده غځولې ده.

د دې ترڅنګ په هغه هېواد کې داسې کډوال هم ژوند کوي چې د استوګنې هغه کارډونه نه لري.

د پاکستان نګران حکومت د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خوښه د وتلو ویلي ول. د تېر کال د نومبر له لومړۍ راهیسې د افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ترمخه د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستيو مياشتو کې شاوخوا ۵ لاکه افغانان له پاکستانه په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.

له پاکستانه د اسناد لرونکو افغانانو د ایستلو په اړه خبرونو وروسته له هغې زور ونیو چې پاکستان د مارچ پر ۱۸مه په افغانستان کې پر ځینو ځایونو بمباري وکړه.

تر دې وروسته د ډیورنډ پر کرښه د پاکستان او طالبانو د سرتېرو ترمینځ نښتې وشوې.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل.

پاکستان ته د کډوالو وروستۍ څپه تر هغې وروسته ورغله چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG