د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوڅانو د جنورۍ ۲۵مه د هغوی د توکموژنې ضد ورځې په توګه لمانځلو پرېکړه کړې


بلوڅانو د احتجاج تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې پیل کړې ده ـ د جنورۍ ۱۶مې انځور.
بلوڅانو د احتجاج تېر کال د نومبر له میاشتې راهیسې پیل کړې ده ـ د جنورۍ ۱۶مې انځور.

د بلوڅو یووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمیټي) اعلان کړی دی چې هر کال به د جنورۍ ۲۵مه د "بلوڅو د نسل کشۍ ضد ورځې" په توګه لمانځي.

دا اعلان د بلوڅو د یووالي کمېټۍ د جنورۍ پر ۲۷مه، د جبري لادرکۍ او ماورای عدالت وژنو پرضد په کوټه کې د هغې احتجاجي جلسې پر مهال کړی دی چې په زرګونه خلکو پکې ګډون کړی وو.

د یادې جلسې مشري د بلوڅو د یووالي کمېټۍ مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅې کوله.

نوموړې په خپله وینا کې وویل چې دوی به هر کال په دې ورځ هغو بلوڅانو ته عقیدت وړاندې کوي چې لادرکه دي او یا یې هم تر لادرکه کېدو وروسته مړي موندل شوي دي.

جلسې ته د لادرکه بلوڅانو د کورنیو غړو او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم ویناوې وکړې.

بلوڅانو تر هغې وروسته په احتجاج لاس پورې کړ چې د بلوچستان پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې د نومبر پر ۲۳مه په تربت کې په يوه نښته کې د څلورو مشکوکو وسلوالو د وژنې خبر ورکړ.

خو بلوڅ فعالانو وویل چې په هغو کسانو کې د بالاچ مولابخش بلوڅ په نامه هغه سړی هم شامل وو چې د پولیسو په بند کې وو.

بلوڅانو د تربت تر پېښې وروسته هلته احتجاجي پرلت وواهه او د ډېسېمبر پر پينځمه يې له هغه ځايه د بلوچستان مرکز پر لوري لاريون پيل کړ چې د ډېسېمبر پر ۱۱مه کوټې ته ورسېد.

د بلوچستان نګران حکومت ویلي دي چې د دې تورونو د پلټنو لپاره یې له ځینو پولیسو پوښتنې پیل کړې دي او د ځینو دندې یې ځنډولې دي.

له کوټې لاریونوال د ډېسېمبر پر ۱۷مه اسلام اباد ته روان شول او د ډېسېمبر پر ۲۰مه اسلام اباد ته ورسېدل او د پریس کلب مخې ته یې پرلت وواهه. هغه پرلت د جنورۍ پر ۲۴ مه وروسته تر هغې پای ته ورسېد چې د پرلت مشرې ماهرنګ بلوڅې وویل چې ورباندې د احتجاجي ناستې د ختمولو فشار وو.

هغې وویل چې د احتجاج بل پړاو پیلوي او د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې احتجاجي غونډې کوي چې لومړۍ هغه یې په کوټه کې اعلان کړه.

بلوڅ ملتپال وايي د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارو د دوی په لسګونه زره کسان په زور لادرکه کوي او په وینا یې بیا د هغوی خراب شوي مړي غورځوي.

خو د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکي دا تور ردوي او دا د ملک د بدنامه کولو هڅه بولي.

د بلوڅو د یووالي کمېټۍ د خالي په ورځ جلسه په داسې وخت کې کړې چې د بلوچستان نګران حکومت د جنورۍ پر ۲۶مه په کوټه کې د قانون ۱۴۴ مه ماده عملي کړې ده چې له مخې یې د غونډو اجازت نه وي.

د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزي ویلي چې دا ګام یې د ده په وینا، د ولس د خوندیتوب لپاره اخیستی دی.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG