د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند ويرات کوهلي د کرکټ په نړيوالو ۵۰ اووره سیاليوو کې ۱۳۰۰۰ رنزونه پوره کړل


ويرات کوهلي د پاکستان په وړاندې تر سليزې وهلو وروسته
ويرات کوهلي د پاکستان په وړاندې تر سليزې وهلو وروسته

هند د پنځوس اووره کرکټ ایشيا کپ په نهمې سیالۍ کې پاکستان ته په ۲۲۸ منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې د هند ويرات کوهلي د سلیزې په وهلو سره په نړيوالو يو ورځنيوو کرکټ لوبو کې ۱۳۰۰۰ منډې پوره کړي. د سري لنکا په کولمبو کې شوې دا سیالي د سيپتمبر پر لسمه پيل شوې وه خو د باران له وجې بلې ورځې ته وځنډول شول.‌

هند د سيپتمبر پر ۱۱مه، د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو په پنځوس اوورونو کې ۳۵۶ منډې جوړې کړي. د هند لخوا ويرات کوهلي ۱۲۲، کې اېل راهول ۱۱۱، شوبمن ګيل ۵۸ او روهیت شرما ۵۶ رنزونه وکړل. ويرات کوهلي او کې اېل راهول د ۲۳۳ منډو ملګرتيا وکړه. دوی اوټ نه شول.

ويرات کوهلي او کې اېل راهول د ۲۳۳ منډو ملګرتيا وکړه
ويرات کوهلي او کې اېل راهول د ۲۳۳ منډو ملګرتيا وکړه

پاکستانۍ لوبډلې دا هدف پوره نه شو کړلی او ټول لوبغاړي یې په ۳۲ اوورونو کې د ۱۲۸ منډو په کولو سره اوټ شول. د هند کولديپ يادو ۵ ويکټې واخیستې. د لوبې تر بایللو وروسته د پاکستانې لوبډلۍ مشر بابر اعظم وويل چې له هنده د سیالۍ نه ګټلو وجه یې دا وه چې لوبغاړي یې په هر برخه کې ناکام پاتې شول.

نوموړي زیاته کړه: "د هندي توپوهونکو له تېز بېټينګ معلومېدله چې هغوی زموږ د ښو بالرانو په وړاندې پوره پلان درلود. بیا په بېټينګ کې زموږ د توپوهونکو په يو بل پسې ژر ژر اوټ کېدلو له وجې نتيجه دا شوه چې موږ هېڅ ښه سیالي ونکړه."

د ويرات کوهلي سليزې په نړيوالو پنځوس اووره لوبو کې د هغه ۴۷ سليزه وو. دغه ۳۴ کلن لوبغاړی تر دا مهاله په ۲۷۸ يو ورځنيوو سیاليوو کې ۱۳۰۲۴ منډې جوړې کړې دي. په دې لوبو کې نوموړي ۴۵ پنځوسیزې هم وهلې دي.

په يو ورځنيوو کرکټ لوبو کې د ډيرو سلیزو وهلو ريکارډ د هند سچن ټنډولکر سره دی. هغه په ۴۶۳ لوبو کې ۴۹ سلیزې لري. ويرات کوهلي دا مهال په هغه پسې په دويم نمبر دی.کوهلي په ټېسټ کرکټ لوبو کې هم ډيرو مشهورو لوبغاړو کې دی. هغه تر دې دمه ۱۱۱ ټېسټ لوبې کړې چې نوموړي پکې د ۲۹ سیلزو په وهلو سره ۸۶۷۶ منډې جوړې کړې دي.

ويرات کوهلي په نړيوالو شل اووره کرکټ سیاليوو کې هم له ۴۰۰۰ ډېرې منډې لري. نوموړي دا رنزونه د ۵۲ په اوسط سره په ۱۱۵ سیاليوو کې کړي دي.

د ایشيا کپ روانو کرکټ سياليوو کې بنګله دیش او سري لنکا هم شته دی. افغانستان او نيپال د دوو لوبو تر بایللو وروسته، له دې لوبلړۍ وتلې دي. د ایشيا کرکټ کپ دا پنځوس اووره سیالۍ د اګست پر ۳۰مه پيل شوې او پايلوبه به یې د سيپتمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې کېږي.

XS
SM
MD
LG