د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکاريو سازمان مشر: طالبان دې نجونه تعليم ته پرېږدي


د انډونيزيا ولسمشر د اسلامي همکاريوو د سازمان له مشر سره - د اګست اوومې انځور
د انډونيزيا ولسمشر د اسلامي همکاريوو د سازمان له مشر سره - د اګست اوومې انځور

د انډونيزيا ولسمشر او د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړل شي.

د انډونیزیا د بهرنيو چارو وزارت د اګست پر اوومه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ولسمشر جوکو‌ ویدودو د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم ‌طه‌ سره د يو لړ نورو مسايلو تر څنګ په افغانستان کې د نجونو تعليم، د ښځو د کار او زدکړو اوبشري مرستو پر رسولو وغږېد.

د اندونيزيا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي د اګست پر اوومه، پر اېکس، چې پخوانی نوم یې ټويټر وو، لیکلي چې دواړو مشرانو په جکارتا کې سره لیدلي او تعلیم ته یې د افغان نجونو او ښځو پر ‌لاسرسي ټینګار کړی دی‌.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شوي ول. له هغه راهيسې یې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو او ښځې یې په دفترونو کې له کاره منع کړې دي.

د طالبانو حکومت دا د افغانستان کورنۍ مسله بولي او په دې لړ کې یې د نړيوالو غوښتنې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG