د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، نړۍ دې په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره اقدامات وکړي


طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو په تعلیم او کار بندیز لګولی دی ـ پخوانی انځور.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو په تعلیم او کار بندیز لګولی دی ـ پخوانی انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) په یوه تازه پیغام کې له نړیوالو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د حقونو لپاره دې اقدامات وکړي.

ایمنسټي انټرنېشنل د جولايي پر لومړۍ نېټه پر ټویټر په خپور کړي بیان کې ویلي چې" افغان نجونه او ښځې چې د طالبانو تر ظالمانه واکمنۍ لاندې ایسارې او له خپلو ټولو اساسي حقونو او ازادیو بې برخې دي."

په پیغام کې دا یادونه هم شوې چې افغان ښځې په غیرقانوني ډول نیول کېږي، شکنجه کېږي او اساسي بشري حقونه یې په څرګنده له پامه غورځول کېږي.

په بیان کې د زده کړو، مسلکي پرمختګ، د جامو او له ازاد تګ راتګه د ښځو د بې برخې کولو یادونه شوې او ویل شوي چې طالبان له دې محدودیتونو هر راز سرغړونو ته په تشدد او بې‌ رحمۍ ځواب وايي.

د بخښنې نړیوال سازمان یوځل بیا ټینګار کړی چې د طالبانو دا اقدامات د بشريت پر ضد له جنایتونو سره انډول کېدای شي.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته له رسېدو وروسته پر ښځو ګڼ بندیزونه لګولي دي. هغوی د خپلې واکمنۍ په پيل کې د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زدکړو بنديز ولګاوه او بیا یې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې د نجونو لوړې زدکړې تر "دویم اعلان" پورې وځنډولې. له دې وروسته یې په ناحکومتي ادارو کې هم ښځې له کاره منع کړې.

د طالبانو دا او نور اقدامات د دې باعث شوي چې تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د بخښنې نړیوال سازمان سږ کال په مې کې هم په یوه تفصیلي راپور کې هم ویلي ول، چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند باید د بشریت ضد جنایت په توګه وڅېړل شي.

په راپور کې ویل شوي ول، چې په افغانستان کې ښځې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره سوله ییزو مظاهرو ته نه پرېښودل کېږي.

په هغه راپور کې د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو پر پالیسۍ هم تنقید شوی وو.

د طالبانو حکومتي چارواکو د بخښنې نړیوال سازمان د تازه پیغام په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې بیا بیا ویلي چې د ښځو پر تعلیم او کار بندیز یې کورنۍ موضوع ده او وايي، ښځو ته د "شریعت په چوکاټ" کې حقونه ورکوي او د نجونو د تعلیم په اړه تګلاره جوړوي.

XS
SM
MD
LG