د خيبر پښتونخوا د قدرتي افتونو پر وخت د نظم ادارې (پي ډي اېم اې) ويلي چې د جون له ۱۳مې تر ۱۸مې پورې په ملاکنډ او هزاره ډويژنونو کې د تېزې سيلۍ، باران او ږلۍ امکاناتو ته په کتو يې اړونده ادارو ته خبرداری جاري کړی دی.
د پي ډي اېم اې وياند تيمور علي د جون پر ۱۳مه له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د موسمياتو ادارې د معلوماتو پر اساس زياته کړه چې راتلونکي بارانونه به په وقفو کې وي او له امله يې خلک بايد د وېرې احساس و نه کړي.
د علي په وينا، دا سيلۍ او بارانونه د موسمي بدلون له وجې دي. "موږ د پشکال بارانونو پر مهال خلکو ته د مرستو رسولو يو پلان جوړ کړی دی. ملاکنډ او هزاره ډويژنونه مو په خطرناکو سيمو کې حساب کړې دي. هلته مو پيسې، خوراکي او غير خوراکي توکي، خېمې وغيره رسولي دي."
نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې د غير معمولي سيلۍ او يا هم باران په صورت کې دې د دوی پر لارښوونو عمل وکړي. "چې هواګانې ډېرې تېزې او يا هم تېز باران وي نو خلک دې له ساين بورډونو او د بجلۍ له تارونو ليرې اوسي او د زړو کورونو خوا ته دې نه درېږي. که د سېلابی اوبو له وجې سړک مات شي نو خلک بايد په اوبو ورګډ نه شي، بلکې انتظاميه مکلفه ده چې بديله لار ورته جوړه او دوی هم هغه استعمال کړي."
تيمور علي له سيلانيانو وغوښتل چې غرنيو سيمو ته له تګه مخکې دې د موسم جاج واخلي. "خلک له موږ سره زموږ پر هيلپ لاين ۱۷۰۰ هم د مرستې لپاره رابطه کولای شی."
پي ډي اېم اې په ملاکنډ او هزاره کې د سيلۍ او بارانو په اړه خبرداری په داسې حال کې جاري کړی چې په بنو، لکي مروت، کرک او ډيره اسماعيل خان کې وروستۍ تېزې سیلۍ او باران خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه واړول.
د بنو ښار يو اوسېدونکی فرحت الله بابر وايي، د جون ۱۰مې پر مازيګر ورباندې "قيامت" تېر شو. "زه په کور وم، [د ماسپښين] دوه نيمې، درې بجې وخت وو چې ناڅاپه توره تياره شوه. ګورې ورېځې او ورپسې تېز باران او سيلۍ راغله. د کور ټول خلک مو په وېره کې ول، ځکه داسې يو حالت مو مخکې نه وو ليدلی. لنډه دا چې قيامت راباندې تېر شو."
دا چې بې وخته او تېزې هواګانې او بارانونه ولې راځي او د دې مسلې د حل لپاره څه بايد وشي؟ د دې پوښتنو په ځواب کې په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي زدکړو د څانګې يو ښووونکی، پروفيسر ډاکټر حزب الله وایي چې پاکستان دا مهال د اقليمي بدلون له ستونزې سره مخامخ دی.
نوموړی زياتوي، "غټه وجه دا ده چې په يو ځای کې تودوخه کمه او په بل ځای کې زياته وي. دې حالت ته موږ په تخنيکي ژبه کې "پرېشر ګريډينټ" وايو. دا فشار له زیاتې نه کم اړخ ته حرکت کوي او په نتيجه کې يې هواګانې شروع شي. د دې فشار اغېز موږ د سمندري طوفانونو په شکل کې هم وينو. دا هر څه د اب و هوا بدلون په نتيجه کې کېږی."
د ډاکټر حزب الله په وينا، په وروستيو کې د"کوپ ۲۷" په نوم په يوه کنفرانس کې نړيوالو ژمنه کړې وه چې له پاکستان سره به د اقليمي بدلون مسلې د حل په برخه کې مالي مرسته کوي. "زما هيله ده چې حکومتونه هم په خپلو بوديجو کې د دې کار لپاره پيسې بېلې کړي. دا مسله حل کېدای شي، خو هله چې ژمنتيا وي او محنت ورته وشي."
د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې پورې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زيان رسېدلی.
په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي، حکومتونه به د نړيوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.