د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روغتیا نړیوال سازمان وايي سوډان کې په روانو نښتو کې تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي دي


په نښتو کې د پلازمېنې خرطوم یوشمېر ودانۍ هم زیانمنې شوې دي - د اپرېل ۲۰مې انځور.
په نښتو کې د پلازمېنې خرطوم یوشمېر ودانۍ هم زیانمنې شوې دي - د اپرېل ۲۰مې انځور.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) ویلي دي چې په سوډان کې د روانې جګړې پر مهال تر ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او څه د پاسه ۳،۵۰۰ تنه ژوبل شوي دي.

د هغه سازمان ویاندې مارګرېټ هیرېس د اپرېل پر ۲۱مه په جېنیوا کې خبري غونډې ته وویل، په نښتو کې ټول ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۳،۵۵۱ تنه ژوبل دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو چارو ادارې (یونېسېف) ویلي دي چې په وژل شویو کې لږترلږه نهه ماشومان هم شامل دي او تر ۵۰ زیات ماشومان ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۵مه د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون د هېواد په یوشمېر برخو کې د پوځ او نیمه پوځي ملېشې ترمینځ نښتې پیل شوې.

هغه نښتې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې مشر محمد حمدان دقلو د پلویانو ترمینځ روانې دي.

XS
SM
MD
LG