د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لاهور کې د تحريک انصاف غړيو او پولیسو ترمنځ نښته شوې


د مارچ د اتمې انځور: پولیس د تحريک انصاف يو غړی نیسي
د مارچ د اتمې انځور: پولیس د تحريک انصاف يو غړی نیسي

د مارچ پر ۱۴مه، په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پلویانو له پولیسو سره نښتې کړې دي.

د دواړو خواوو ترمنځ اخ وډب هغه وخت رامنځته شو چې د پاکستاني رسنيوو ترمخه، پولیسو د تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د نیولو لپاره په لاهور کې د هغه استوګن ځای ته د ننوتو هڅه کوله.

د لاهور پولیسو رسنیو ته ویلي چې د عمران خان پلویانو پر هغوی کاڼي وورول، سړکونه یې بند کړل او د هغوی د قانوني کار مخه یې ونيوله. پر ټويټر، د تحریک انصاف خپرو کړو ويډيوګانو کې ښکاري چې پولیس د دې ګوند غړي‌نيسي او وهي‌يې. د مارچ پر اتمه هم د لاهور په زمان پارک کې د پولیسو او تحريک انصاف پلويانو ترمخه همداسې نښتې شوې وي.

دا اخ وډب تر هغه څو ساعته وروسته رامنځته شوی چې د اسلام اباد يو ضلعي او سېشن کورټ د ججانو يا قاضيانو د ګواښلو په قضيه کېد عمران خان د نيولو حکم لغوه کړی دی. خو د توشه خانې د ډاليوو د خرڅولو په قضيه کې د عمران خان د نيولو حکم لا هم پر ځای دی.

ډان ورځپاڼې ليکلي چې د مارچ پر ۱۴مه، عدالت پرېکړه وکړه چې عمران خان دې د مارچ تر ۱۶مې پوره نه نيول کيږي. د پرېکړې تر مخه د عمران خان د وکيل په استدلال سره، د قاضيانو د ګواښلو په قضيه کې عدالت ته د حاضرېدو لپاره وخت ورکړل شوی دی. د عمران خان وکيل ويلي وو چې د امنيتي خطر له وجې یې موکل عدالتونو ته نه شي حاضرېدلی.

د مارچ پر ۱۳مه، د اسلام اباد دوو عدالتونو په جلاجلا قضيو کې د تحريک انصاف د مشر عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټونه جاري کړی وو او پوليسو ته يې د هغه د حاضرلو حکمونه کړي وو.

د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت قاضي ظفر اقبال د عمران خان پرضد د توشه خانې په نوم د قضيې اورېدنه وکړه چې پکې د اسلام اباد های کورټ د حکم سربېره هم عمران خانه ورته حاضر نه شو.

په دې مقدمه کې عدالت درې واره عمران خان ورغوښتی وو خو هغه ورته حاضر نه شو. عدالت به د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه پر هغه فردجرم لګاوه خو هغه مهال يې وکيل وويل چې عمران خان نورو عدالتونو ته ځي نو ځکه نشي کولای چې حاضر شي. خو جج د هغه دريځ رد کړ او د عمران خان د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ يې جاري کړ او اورېدنه يې د مارچ ۷مې پورې وځنډوله.

خو د مارچ پر ۵مه نېټه د اسلام اباد پوليسو یوه ډله د عمران خان د نيولو لپاره په لاهور کې د هغه کور زمان پارک ته ورغله خو نوموړي ګرفتاري ورنکړه. له دې وروستۍ ده د ناقابل ضمانت وارنټ ختمولو لپاره اسلام اباد های کورټ ته درخواست ورکړ چې عدالت د مارچ پر ۷مه نېټه د هغه د نيولو ناقابل ضمانت وارنټ د مارچ تر ۱۳مې پورې وځنډاوه او حکم يې وکړ چې عمران خان دې د مارچ پر ۱۳مه د اسلام اباد ډسټرکټ اېنډ سېشنز عدالت ته حاضر شي.

په همدې حال کې پاکستان تحريک انصاف اعلان کړی چې د مارچ په ۱۹ مه به د لاهور په مینار پاکستان پارک کې جلسه کوي. دا اعلان د دې ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ ۱۳ مه په لاهور کې د ګوند دپلویانو لاریون ته د وینا پر مهال وکړ او وې ویل چې دغې جلسه به ثابتوي چې ولس له ده سره ولاړ دی او که له حکومت سره.

XS
SM
MD
LG