د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ډي اېم خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په ضمني ټاکنو کې ګډون نه کوي


په پي ډي اېم کې د شاملو ګوندونو یوشمېر مشران د جلسې پر مهال - پخوانی انځور.
په پي ډي اېم کې د شاملو ګوندونو یوشمېر مشران د جلسې پر مهال - پخوانی انځور.

پاکستان جمهورري غورځنګ (پي ډي اېم) اعلان کړی چې په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ په راتلونکو ضمني انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

پي ډي اېم، چې اوسمهال په پاکستان کې په اېتلافي حکومت ورګډ دی، وویل چې د مارچ په ۱۹مه په خیبر پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ د درو څوکیو په ضمني انتخاباتو کې برخه اخیستل د "وخت او پیسو ضیاع" ده.

د پي ډي اېم صوبايي کوارډينېټر عبدالجلیل جان د مارچ پر ۱۱مه رسنيو ته ويلي چې په هغه سیاسي غورځنګ کې شاملو ګوندونو پرېکړه کې چې په ضمني ټاکنو کې د ګډون پر ځای ټول پام عمومي انتخاباتو ته اړوي چې د اکتوبر په مياشت کې کېږي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۱۹مه د قامي اسمبلۍ په ۲۳، ۲۴ او ۳۱مو حلقو کې د ضمني انتخاباتو اعلان کړی. هغه څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ګټلې وې خو بیا یې خالي پرېښې وې.

XS
SM
MD
LG