د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوتنبایوا: ښځو سره د طالبانو چلند افغانستان ته مالي مرستې ودرولی شي


 روزا اوتنبایوا - انځور له ارشيفه
روزا اوتنبایوا - انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې خبرداری ورکړ چې د طالبانو له خوا د ښځو پرضد اقدامات ښايی دغه هېواد ته د مالي او پرمختيايي مرستو د ودرولو سبب شي.

روزا اوتنبايوا د مارچ پر اتمه وويل چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستې لپاره په ۲۰۲۳ز کال د ۴.۶ اربه (ميليارده) ډالرو غوښتنه کړې ده.د دې په وینا، د دې هېواد شاوخوا ۲۸ ميليون کسانو د ژوندي پاته کېدو لپاره دغو پیسو ته اړتيا لري.

خو نوموړې د امنيت شورا ته وويل چې د طالبانو له خوا د ښځو پر ښوونځيو، پوهنتونونو، پارکونو ته پر تګ او دا دول د ښځو په نړيوالو غیرسرکاري ادارو کې په کار کولو بندېزونو افغانستان ته د دغو مالي مرستو ورکړه له خطر سره مخامخ کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG