د لاسرسي ځای

تازه خبر

غلام علي: انتخاباتي کمېشن دې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ د ټاکنو نيټې لپاره راسره مشوره وکړي


غلام علي د فبرورۍ پر ۲۷مه په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" د اسمبلۍ ټاکنې نه شي اعلانولای.
غلام علي د فبرورۍ پر ۲۷مه په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" د اسمبلۍ ټاکنې نه شي اعلانولای.

د خيبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د پاکستان انتخاباتي کمېشن ته ويلي چې د صوبايي اسمبلۍ د ټاکنو د نيټې ټاکلو لپاره دې ورسره سلا مشوره وکړي.

نوموړي په دې اړه د مارچ پر شپږمه نېټه کمېشن ته استولي خط کې ليکلي چې د انتخاباتو د نيټې په اړه دې ورسره د سلا مشورې په خاطر د کمېشن چارواکي د مارچ پر اوومه يا اتمه ورشي چې دارنګه د ټاکنو لپاره فعاله او بامعني پروسه پیل شي.

نوموړي دا ليک د انتخاباتي کمېشن د هغه خط په ځواب کې ليکلی چې پکې کمېشن ورڅخه په صوبه کې انتخاباتو د نيټې اعلانولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې د مارچ په لومړۍ نېټه د انتخاباتو کمېشن ته امر وکړ چې په ۹۰ ورځو کې دننه دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب صوبو کې انتخابات وکړي.

عدالت په لنډه پرېکړه کې ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلیو تر ماتېدو وروسته په دواړو صوبو کې باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات وشي هغه ځکه چې د عدالت په وینا، "پارلېماني جمهوریت د ایین مهم ټکی دی."

د سپریم کورټ په پرېکړه کې راغلي چې د خیبر پښتونخوا ګورنر په صوبه کې د انتخاباتو د نېټې په نه اعلانولو د خپلې اییني ذمه وارۍ سرغړونه کړې ده.

تر دې فیصلې وروسته د پاکستان د انتخاباتو کمیشن د مارچ پر درېیمه ولسمشر عارف علوي ته په یو لیک کې ولیکل چې د پنجاب اسمبلۍ انتخاباتو لپاره دې د اپرېل له ۳۰مې څخه د مې تر اوومې پورې یوه نېټه خوښه کړي.

ولسمشر عارف علوي‌ د هغه لیک له ترلاسه کولو وروسته اعلان وکړ چې د اپرېل پر ۳۰مه دې په پنجاب کې د صوبايي‌ اسمبلۍ لپاره انتخابات وشي.

د خیبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د فبرورۍ پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په سوات کې ويلي ول چې د "روانو ناامنيو له امله" د صوبايي اسمبلۍ ټاکنې نه شي اعلانولای.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مرکزي حکومت د فشار اچولو په موخه په جنورۍ میاشت کي په پښتونخوا او پنجاب کي خپل حکومتونه ختم کړي ول او د اییني پروسې لاندې د دواړو صوبو اسمبلیانې هم تحلیل شوې وې.

XS
SM
MD
LG