د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: لاهور قلندرز ملتان سلطانز لوبډلې ته په ۱ منډه ماتې ورکړه


د فبرورۍ پر ۱۳مه لاهور قلندرز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.
د فبرورۍ پر ۱۳مه لاهور قلندرز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووريزه کرکټ اتم پړاو سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه په ملتان کې پیل شوې.

د دې سياليو لومړۍ لوبه په همهغه ماښام په ملتان کې د لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلو ترمينځ وشوه.

لاهور قلندرز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ملتان سلطانز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ منډې جوړې کړې او لوبه يې په يوه رنز وبايله.

د لوبې غوره لوبغاړی د ګټونکې لوبډلې (لاهور قلندرز) فخر زمان وټاکل شو چې پر ۴۲ توپونو يې ۶۶ منډې جوړې کړې. بل خوا د ملتان سلطانز لوبډلې محمد رضوان پر ۵۰ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

د پي اېس اېل روان پړاو سياليو دويمه لوبه به نن (د فبرورۍ پر ۱۴مه) په کراچۍ کې د ماښام پر ۷:۳۰ بجې د پېښور ځلمي او کراچۍ کينګز لوبډلو ترمينځ کېږي.

د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کينګز برخه اخلي. دا سیالۍ به د مارچ تر ۱۹مې پورې روانې وي.

د پي اېس اېل اتم پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

تر دې وړاندې د پي اېس اېل د ۲۰۲۲ز کال د اتلولۍ په پایلوبه کې لاهور قلندرز ملتان سلطانز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG