د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې انتظامیې د ۱۰ ورځو لپاره پر ولسي غونډو بندیز لګولی


داسې ګامونه زیاتره وخت د ممکنه احتجاجونو د مخنیوي لپاره پورته کېږي.
داسې ګامونه زیاتره وخت د ممکنه احتجاجونو د مخنیوي لپاره پورته کېږي.

د پېښور انتظامیې په دې ښار کې له نن (د فبرورۍ څلورمې) څخه تر لسو ورځو ۱۴۴مه دفعه لګولې ده.

د پېښور مرستیال کمېشنر ویلي چې دا ګام یې په ښار کې د امنیت ساتلو په خاطر پورته کړی دی.

د پاکستاني قانون د ۱۴۴مې دفعې لګولو مطلب دا دی چې پنځه یا تر پنځو زیات کسان پر یوه ځای نشي را غونډېدلای. په پاکستان کې د انتظامیې له خوا داسې ګامونه زیاتره وخت د ممکنه احتجاجونو د مخنیوي لپاره پورته کېږي.

دا بندیز په داسې حال کې لګول شوی دی چې د فبرورۍ پر څلورمه په پېښور کې د ولسي پاڅون له خوا د ترهګرۍ او ناامنۍ پرضد پراخ احتجاج وشو.

XS
SM
MD
LG