د خېبرپښتونخوا ګورنر غلام علي وايي، نوي انتخابات د صوبې له امنيت او معاشي حالت سره تړلي دي.
نوموړي د جنورۍ په ۲۷مه په پېښور کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال په قبايلي ضلعو کې د ترهګرو بريدونو يادونه وکړه او پوښتنه يې راپورته کړه چې ايا په داسې حالاتو کې په وزيرستان، بنو او لکي مروت کې انتخابات کېدای شي؟
غلام علي وويل چې د انتخاباتو کول يا ځنډول د هغه په اختيار کې نه دي، بلکې د هغه په وینا په موجوده حالاتو کې به پوځي واکمني، انتظامیه او د انتخاباتو کمېشن دا پريکړه کوي چې انتخابات به کله کيږي؟
د پاکستان د ایین له مخې، کله چې د يوې صوبې اسمبلي ماته شي نو ګورنر به په ۹۰ ورځو کې دننه د انتخاباتو نېټه ټاکي. بلخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د خېبرپښتونخوا حکومت ته وړنديز کړی چې د اپرېل له ۱۵ مې تر ۱۷ مې پورې دې انتخابات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خېبرپښتونخوا د پخواني اعلا وزير محمود خان په سپارښتنه ګورنر د جنورۍ په ۱۷مه د خېبر پښتونخوا اسمبلي ماته کړه.
د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا د پخواني حکومت ویاند محمد علي سیف مشال راډیو ته ویلي ول چې د پنجاب او پښتونخوا د اسمبلیو د ماتولو موخه د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د هغوی د متحدانو پر وفاقي ایتلافي حکومت تر وخت مخکې د ټولټاکنو لپاره فشار راوستل دي، خو حکومت وايي خپله اييني موده به پوره کوي.