د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او روسیې د انرژۍ په برخه کې پر همکارۍ هوکړه کړې


د روسیې یو پلاوی اوس مهال اسلام اباد ته تللی چې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو خبرې وکړي.
د روسیې یو پلاوی اوس مهال اسلام اباد ته تللی چې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو خبرې وکړي.

پاکستان او روسیې د انرژۍ په میدان کې د همکارۍ لپاره پر یو داسې هراړخیز پلان جوړولو هوکړه کړې ده چې د ۲۰۲۳م کال په مارچ کې به عملي کېږي.

دا پریکړه د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د پاکستان او روسیې د حکومتونو ترمنځ د جوړې جرګې په اتمه غونډه کې شوې ده.

د پاکستان له خوا د اقتصادي چارو وفاقي وزیر سردار ایاز صادق او د روسیې د انرژۍ وزیر نیکولای شولګینوف په شریکه د دې غونډې مشري کوله.

د رویټرز خبري اژانس له یو رپورټ سره سم، شولګینوف پخلی وکړ چې دواړو هیوادونو د مارچ په وروستیو کې پاکستان ته د خامو تیلو د صادراتو د مهال ویش په اړه هوکړه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د شولګینوف په مشرۍ د روسیې یو پلاوی اوس مهال اسلام اباد ته تللی چې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په لارو چارو خبرې وکړي.


د انرژۍ پر چارو نظر لرونکي‌ محمد عادل خټک د جنورۍ پر ۲۰مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې د نورې نړۍ پرتله د روسیې تیل ارزان دي خو پاکستان ته پر راوړلو به یې ډیر لګښت راځي. نوموړي وویل، دا مهال د روسیې یو ۱۰۰ کسیزه پلاوی د پاکستان په سفر دی او یوازی پر خام تیلو او د تیلو پر درامداتو نه بلکې پر نورو یو شمیر موضوعاتو هم خبرې روانې دي.

ده زیاته کړه: "د مثال په توګه پاکستان د کراچۍ له جنوبه د شمال لور ته یو ګیس پایپ لاین لګول غواړي چې درې اربه ډالره لګښت پرې راځي، په هغې کې روسیې ډیره خوښي څرګنده کړې خو ستونزې پکې شته."

محمد عادل خټک وویل چې پاکستان هره ورځ څلور نیم لاکه بیرله تیلو ته اړتیا لري او پاکستان د دې یوازې ۱۵ فیصده پخپله تولیدوي او نور له بهره راوړي. د عادل خټک په وینا دا مهال د پاکستان د تیلو ورځنی پیدوار ۷۰ زره بیرله دی چې په دې کې ۷۰ فیصده خیبر پښتونخوا او باقي سیند او پنجاب پیدا کوي. نوموړي زیاته کړه پاکستان هره ورځ شپږ اربه کیوبیک فیټ ګیسو ته اړتیا لري او خپل پیداوار یې څلور اربه کیوبیک فیټه دی.

د پاکستان او روسیې د اړیکو په اړه د پیښور پوهنتون د نړیوالو مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر خورشید احمد وايي چې پاکستان له لویدیځ او روسیې سره د اړیکو په توازن ساتلو کې له یو شمیر ننګونو سره مخ کېدای شي.

ده زیاته کړه،‌ "موږ ته دوه قسمه تیل راځي، یو خام تیل دي چې د هغې لپاره ریفاینري لګیدلې ده او بل سوچه تیل دي چې د مینځني ختیځ له هیوادونو راځي. نو هغه دواړه خبرې له روسیې سره په همکارۍ نه شي کيدای نو ډیر پوهان وايي چې پاکستان به د دې لپاره پر هند تکیه کوي. یاني دا تیل به لومړی هند ته ځي، هلته به صفا کیږي او بیا به راوړل کیږي."

خو د ډاکټر خورشید احمد په وینا، د دې لپاره به له هند سره اړیکې ښه کول وي کوم چې یوه بله ستونزه ده. د ده په فکر، "دا ځکه چې په اوسني وخت کې د پاکستان کورنی سیاست دومره خراب دی چې دغه کار هم په اسانه نشي کیدای."

د پاکستان او روسي چارواکو تر مینځ تر خبرو وروسته په یوه شریکه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د "پاکستان سټریم ګیس پایپ لاین پروژې" د عملي کولو او د سوداګریزو نوښتونو پر لارو چارو هم خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له اقتصادي ستونزو سره مخ دی او د لویدیځ له هیوادونو او مالي ادارو د اړینو مالي پانګو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی دی.

د انرژۍ د چارو پوه ډاکټر نوید احمد په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د روسیې تیل ارزان دي او پاکستان غواړي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

ده وویل، "د روسیې د تیلو بنیادي اخیستونکې اروپا وه خو د اوکراین د جنګ له کبله پر روسیه بندیزونه ولګیدل نو د اروپا ډیر هیوادونه ترې اوس تیل نه اخلي، اوس یې هند او چین اخلي."

د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف له دفتره د جنورۍ پر ۱۹ مه په يو بيان کې ويل شوي چې د روسیې د انرژۍ د وزیر په مشرۍ پلاوي په لاهور کې له شهباز شریف سره هم ليده کاته کړي‌ دي.

بیان زیاتوي‌ چې پر دې مهال نیکولای شولګینوف د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا وزیراعظم ته "ځانګړی پیغام" هم ورکړی دی. په دې بیان کې راغلي چې د روسیې ولسمشر ویلي وو چې روسیه پاکستان په جنوبي اسیا او اسلامي نړۍ کې خپل "مهم" ملګری ګڼي.

XS
SM
MD
LG