د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند حکومت ۳۵۰ افغانان هېواد ته ستنوي


د سیند حکومت په سلګونو افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو په تور نیولي او په زندان کې اچولي دي - پخوانی انځور
د سیند حکومت په سلګونو افغانان د قانوني اسنادو نه درلودلو په تور نیولي او په زندان کې اچولي دي - پخوانی انځور

په کراچۍ کې د بندي افغانانو وکيله منيزه کاکړه وايي، د سیند صوبې چارواکي په راتلونکو یوشمېر ورځو کې ۳۵۰ افغانان خپل هېواد ته ستنوي.

نوموړې د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وویل چې پر نيول شويو کسانو تور دی چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

منیزې کاکړې وویل، هڅه کوي چې پر بندیانو لګېدلې جرمانې معاف کړي او هغوی په "عزت خوشې" شي.

د نوموړې په خبره، اوسمهال "۱۳۵۰ افغانان" د کراچۍ په بېلابېلو "زندانونو کې دي. عدالتونو [ورڅخه] د ۳۵۰ کسانو بېرته افغانستان ته د لېږدولو حکم کړی دی. هر بندي ۱۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه شوی هم دی."

نوموړې تر دې وړاندې د ډېسېمبر پر ۱۶ مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پوليسو چې په اکتوبر کې د کراچۍ له مومن اباده ۱۳۰ افغانان نیولي ول، له هغوی څخه یې یو د ډېسېمبر پر ۱۵مه ومړ.

منیزې کاکړې زياته کړه چې د مړ شوي کس عبدالخليل مېرمن پري ګل بي بي لا هم په زندان کې بنده ده او عدالت د خاوند تر مرګ وروسته لا هم نه ده خوشې کړې.

د هغې په خبره، په کراچۍ کې یې افغان کونسلګرۍ ته ويلي دي چې له افغانستانه دې د عبدالخليل خپلوان وروغواړي چې د هغه مړی خپل هېواد ته ولېږدوي.

د سیند صوبايي پوليسو په وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي ول چې هر بهرنی وګړی چې قانوني اسناد و نه لري، نیسي او خپل هېواد ته یې ستنوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG