د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزير وايي افغان طالبانو ترې د چمن د نښتې له امله بخښنه غوښتې ده


د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترې د سپين بولدک - چمن د نښتې له امله بخښنه غوښتې ده.

خواجه اصف د ديسمبر پر دولسمه په قامي اسمبلۍ کې د خبرو په وخت وويل چې نښته د دیسمبر پر يوولسمه، هغه وخت پيل شوه کله چې پاکستاني ځواکونو پر پوله د غځيدلي تار د رغولو کار کاوه. د نوموړي په وينا ځايي طالبانو فکر کړی وو چې پاکستانی لوری نوی اغزن تار لګوي او غوښتنه یې کړې وه چې دا مسله دې لومړی د پاکستان او افغانستان د پولې د ادارې په اړه د خبرو لپاره جوړې شوې کمېټه کې د بحث لپاره وړاندې شي.

هغه زیاته کړه: "خبره ډزو ته ورسېده. لومړی د سپکو او بیا د درنو وسلو ډزې وشوې. زموږ په خوا کې ولسي وګړي شهيدان شول. خو وروسته طالبانو موږ ته وويل چې غلط فهمي شوې وه. دوی بخښنه وغوښته او وي ويل چې بیا به داسې پېښې نه تکراریږي."

د بلوچستان په چمن کې چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې خپاره شي، د دیسمبر پر ۱۱مه مشال راډيو ته ويلي وو چې ۸ ولسي وګړي د دوی خوا ته وژل شوي دي. بلخوا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق پر ټويټر ليکلي چې په دې نښته کې ۱۷ پاکستاني ولسي وګړي زخميان شوي هم دي.

په کندهار ولايت کې د طالبانو د حکومت والي وياند حاجي زاهد مشال راډيو ته ويلي چې په دې نښته کې يو طالب وژل شوی او ۱۰ تنه زخميان دي چې ۷ یې ولسي وګړي دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت بهرنيو چارو وزارت وياند، عبدالقهار بلخي د چمن د نښتې په اړه پر ټويټر ليکلي چې "دغه ډول پېښو تکرار د افسوس وړ دی". هغه زیاته کړې چې طالبان "په خپله برخه کې جدي هڅه کوي چې د داسې پېښو مخنیوی وشي". بلخي ويلي‌چې د پاکستان له حکومت څخه یې هم غوښتنه کړې ده چې "د داسې پاروونکو کړنو مخنیوي ته جدي توجه وکړي چي د تاوتریخوالي سبب ګرځي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفي اغېز کوي."

سپين بولدک - چمن لار د لنډ وخت لپاره تر بندېدو وروسته، د پيدل تلونکو او تجارتي مالونو وړلو راوړلو لپاره خلاصه شوې ده.

تر دې مخکې په نومبر کې هم د چمن او سپین بولدک لاره تر شاوخوا یوې اوونۍ پورې تړلې وه چې بیا د نومبر پر ۲۱مه پرانیستل شوه. پاکستاني چارواکو د چمن – سپين بولدک دروازه د نومبر په ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې د یوه وسلوال په ډزو سره یو پاکستانی عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د ډېورنډ پر کرښه پر دروازو دا ډول پېښې پخوا هم شوې دي. د فرورۍ پر ۲۴مه پر سپین بولدک او چمن د پاکستانیو او د طالبانو د ځواکونو ترمینځ په نښته کې دوه کسان ووژل او ۱۳ ژوبل شول چې تر هغې وروسته لاره وتړل شوه او د دواړو خواوو تر مذاکراتو وروسته د همهغې مياشتې په پای کې بيا پرانيستل شوه.

XS
SM
MD
LG