د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران پر ایران او روسیې د نورو بندیزونو په اړه غږېږي


د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې د غونډې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۱مې انځور.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برسلز کې د غونډې پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د مارچ ۲۱مې انځور.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د ډېسېمبر پر ۱۲مه په ملاقات کې پر روسیې او ایران د نورو بندیزونو تر څنګ اوکراین ته د دوه اربه یورو په ارزښت د اضافي وسلو پر ورکړې بحث کوي.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا هنګري به د ځینو پرېکړو مخه ونیسي او که نه.

خو بوداپېسټ ته د اروپايي ټولنې د مالي پانګو د ورکړې درېدو پر سر د شخړې له کبله ډېپلوماټانو د هنګري اقدامات له ډېپلوماسۍ (سفارتکارۍ) څخه د ناوړه ګټې اخیستو په معنا بللي دي او غندنه یې هم کړې ده.

ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزیران په ایران کې د احتجاجیانو پر وړاندې د تهران په کاروایانو کې د بشري حقونو د سرغړونو او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له کبله پر ایرانیو خلکو او سازمانونو د نویو بندیزونو عملي کولو ته کتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG