ټاکل شوې چې د نومبر پر ۲۸مه هم د فوټبال نړیوال جام په لړ کې څلور سیالۍ ترسره شي.
په لومړۍ هغه کې د کیمرون لوبډله له سربیا سره، په دویمه کې جنوبي کوریا له ګانا، ورپسې برازیل له سوېټزرلینډ او په پای کې پرتګال له یوراګوای سره مخامخېږي.
د نومبر پر ۲۷مه په لومړۍ سیالۍ کې کوسټا ریکا جاپان ته د صفر په مقابله کې په یو ګول ماتې ورکړه. تر دې وروسته مراکش د صفر پرتله په دوو ګولونو بېلجییم مات کړ.
بیا ورپسې کروېشیا د کاناډا لوبډلې ته په څلور صفر ماتې ورکړه او په پای کې د جرمني او هسپانیې سیالي په یو، یو ګول مساوي پاتې شوه.
د ۲۰۲۲ز کال د فوټبال نړیوال کپ سيالۍ د نړۍ د ۳۲ هېوادونو د ملي لوبډلو ترمينځ د نومبر پر ۱۶مه په قطر کې پیل شوې چې پایلوبه به یې د ډېسېمبر پر ۱۸مه کېږي.