د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د ۵۰ اووریز نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده


افغان لوبډله تر سیالۍ مخکې د ملي سرود په درناوي ولاړه ده - پخوانی انځور.
افغان لوبډله تر سیالۍ مخکې د ملي سرود په درناوي ولاړه ده - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ز کال یو ورځنیو یا ۵۰ اووریزه سیالیو نړیوال جام ته وتلې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د افغان او سري لنکايي لوبډلو ترمینځ د نومبر ۲۷مې سیالي د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه.

په دې توګه له اصولو سره سم، دواړه لوبډلو پینځه، پینځه پواینټه ترلاسه کړل چې ورسره افغانستان مستقیماً د ۲۰۲۳ز کال نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې چې د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې په هند کې پیل شي. له افغانستان پرته د پاکستان، هند، بنګلادېش، انګلینډ، اسټرالیا او نیو زیلینډ لوبډلې هم د نړیوال جام سیالیو ته وتلې دي.

د یکشنبې یا اتوار ورځې په سیالۍ کې افغانستان سري لنکا ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړی وو خو د سري لنکا بیټېنګ پر مهال باران وشو او پاتې لوبه و نه شوه.

ټاکل شوې چې د کوربه سري لنکا او افغانستان لوبډلې د نومبر پر ۳۰مه په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي. د دې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG