د لاسرسي ځای

تازه خبر

د صومالیا پوليس وايي له موندل شويو پاکستانيانو او ایرانيانو څخه پلټنې کوي



د صوماليا د ګالکایو سيمې د ۲۰۱۵ز کال انځور
د صوماليا د ګالکایو سيمې د ۲۰۱۵ز کال انځور

د صومالیا پولیس وايي، د پاکستان او ایران د هغو ۲۰ کسانو په اړه پلټنې کوي چې د الشباب وسله والې ډلې تر واک لاندې سیمې ته نېږدې موندل شوي دي.

د صومالیا د پولیسو ویاند صادق دودیشې د نومبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې په موندل شویو کسانو کې ۱۴ ایراني او شپږ پاکستاني وګړي دي. د ده په وینا دا کسان ځان کب نیوونکي بولي چې له کلونو راهیسې په بند کې ساتل شوي ول.

نوموړي زیاته کړې چې دا کسان یې له هغه وروسته د پوښتنو ګروېژنو لپاره نیولي چې دوی د الشباب ډلې تر واک لاندې سیمې څخه وتلي ول. دودیشې وويل چې په دې کسانو کې ځینې الشباب ډلې په ۲۰۱۴م او ځینې يې د ۲۰۱۹م په مينځ کې تښتولي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG