د لاسرسي ځای

تازه خبر

لکي مروت: د وسله والو په ډزو، دوه سرتېري وژل شوي، دوه نور ژوبل دي


پر امنیتي ځواکونو حمله د لکي مروت په پشانو ونډو کلي کې شوې ده: انځور له ارشیفه
پر امنیتي ځواکونو حمله د لکي مروت په پشانو ونډو کلي کې شوې ده: انځور له ارشیفه

چارواکي وايي، د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلع کې د امنيتي سرتيرو او د تحريک طالبان پاکستان وسله والو ترمنځ په نښته کې دوه پوځيان وژل شوي او دوه ژوبل دي.

په سيمه کې استخباراتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط نن (د نومبر په ۲۶مه) مشال رېډيو ته وويل، یوه ورځ وړاندې په پشانو ونډو کلي کې پولیس او امنیتي سرتېري په ګډه د لټون په عملیاتو کې بوخت ول چې نامعلومو وسله والو پرې حمله وکړه.

د لکي مروت د پوليسو ویاند شاهد حميد له مشال رېډيو سره په خبرو کې د دغه بريد پخلی وکړ او زياته يې کړه چې لا هم په سيمه کې د لټون عمليات روان دي.

بلخوا تحريک طالبان پاکستان په يو بيان کې د حملې زمه واري منلې ده. دا له هغې وروسته ده چې د لکي مروت ضلعې ولس له حکومته غوښتي وو چې د دوی سيمې ته دې پر "ورغلیو وسلوالو" سترګې نه پټوي.

د لکي مروت ضلعې یو قبایلي مشر ملک ریاض خان د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وويل چې دوی له ریاسته امن غواړي او که امنيت پر ځای نه شي نو دوی به مظاهرې پيل کړي.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۶مه هم په یاده ضلع کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په برید کې شپږ پولیس وژل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG