د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ناراجسټرډ افغان کډوالو د ثبتولو بهیر پیلولو اعلان کړی دی


په کوټه ښار کې افغان کډوال د نومليکنې لپاره په جوړ شوي مرکز کې انتظار کوي ــ انځور له ارشيفه
په کوټه ښار کې افغان کډوال د نومليکنې لپاره په جوړ شوي مرکز کې انتظار کوي ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان د ریاستونو او سرحدي سیمو (سېفران) وزیر طلحه محمود په هغه هېواد کې مېشت د ناراجسټرډ افغان کډوالو د ثبتولو لپاره د بهیر پیلولو اعلان کړی دی.

د پاکستان سرکاري راډیو د نومبر پر ۲۱مه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې طلحه محمود د هغه هېواد قامي اسمبلۍ ته ویلي چې په پاکستان کې ۱۲ لکه ۸۲ زره او ۹۶۳ راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي. نوموړي زیاته کړې چې د دې ترڅنګ د راجسټرډ شويو کورنیو د ۱ لک ۳۶ زره او ۴۹۰ اسناد نه لرونکو کډوالو د نومليکنې لپاره د تصدیق بهیر هم دوام لري.

محمود دا هم وویل چې د ثبتېدو په بهیر کې به د راجسټرډ او ناراجسټرډ کډوالو په ګډون د هغو افغانانو پوره معلومات هم راټولوي چې بېرته افغانستان ته تللي دي.

تر دې وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) ويلي وو چې په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه راجسټرډ افغان کډوال ژوند کوي او شاوخوا په همدومره شمېر کې ناراجسټرډ افغانان هم شته.

په دا وروستيو کې د پاکستان پوليسو په هغه هېواد، په ځانګړې توګه په سيند صوبه کې، سلګونه افغانان په دې تور نيولي چې هغوی قانوني اسناد نه درلودل خو د افغانانو مدافع وکيلان د پوليسو دا تورونه ردوي او وايي چې پوليسو يوشمېر هغه افغانان هم نيولي چې له مودو راهيسې په پاکستان کې ژوند کوي او قانوني اسناد لري.

پاکستان کې د پوليسو لخوا د افغانانو د نيولو عمل په پاکستان کې دننه او بهر يوشمېر ملتپالو او نورو پښتنو په سختو ټکو وغانده او د هغوی ژر تر ژر خوشې کولو غږ يې پورته کړ.

XS
SM
MD
LG