د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال کرکټ کپ: انګلېنډ نيوزيلېنډ ته ماتې ورکړه


د انګلېنډ لوبډله د سیالۍ تر ګټلو وروسته
د انګلېنډ لوبډله د سیالۍ تر ګټلو وروسته

انګلېنډ د شل اووریزه کرکټ نړيوال کپ په يوې سیالۍ کې نيوزيلېنډ ته په ۲۰ منډو ماتې ورکړه.

د نومبر په لومړۍ نېټه د اسټراليا په بریسبېن کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ انګلېنډ وکړ او نيوزيلېنډ ته يې په ۲۰ مقرره اوورونو کې د شپږ لوبغاړو په اوټ کېدو د ۱۸۰ رنزونو هدف ورکړ.

جاس بټلر په ۴۷ بالونو ۷۳ رنزونه جوړ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نيوزيلېنډ د دې په ځواب کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو په ټولو ۲۰ اوورونونو کې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۹ رنزونه جوړ کړل. په دې توګه یې دا سيالي په ۲۰ رنزونو بايلله.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG