د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لادرکه کسانو موندلو لپاره کارکوونکي د شهباز شریف پر څرګندونو خوشبینه نه دي


د بلوچ مسینګ پرسنز مشر ماما قدیر وايي، د ورکو کسانو موندل د جاسوسي ادارو په لاس کې دي: انځور پخوانی
د بلوچ مسینګ پرسنز مشر ماما قدیر وايي، د ورکو کسانو موندل د جاسوسي ادارو په لاس کې دي: انځور پخوانی

په پاکستان کې د لادرکه کسانو موندلو لپاره کارکوونکو سازمانونو ویلي، باور نه لري چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف به د لادرکه کسانو مسله هواره کړي.

د دوی په وینا، که څه هم په ایین کې وزیراعظم د ملک واکمن دی خو په اصل کې نوموړی دومره واک نه لري چې پوځ او جاسوسي ادارې قابو کړي. دا له هغې وروسته ده چې شهباز شریف د سېپټېمبر پر نهمه د لادرکه کسانو د موندلو په اړه په یو مقدمه کې د اسلام اباد های کورټ ته وړاندې شو. شهباز شریف عدالت ته وویل، دی به په ملک کې د لادرکه کسانو د راخوشي کولو هره ممکنه هڅه کوي.


نوموړي زیاته کړې چې د دې لپاره یې یو کمېټۍ جوړې کړې ده، کومې چې تر اوسه شپږ غونډې کړې دي. د ده په وینا، له دې وروسته به د کمېټۍ د غونډو په خپله څارنه کوي‌ او عدالت ته به رپورټ وړاندې کوي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د سېپټمبر پر نهمه د وزیراعظم شهباز شریف د بیان په اړه مشال راډیو ته وویل، نوموړی په داسې مسلو کې د مداخلت واک نه لري. "خدای دې وکړي‌ چې دی دا وعده پوره کړي ځکه چې دا به د ډېرو محکومو قامونو او ولسونو لپاره یو نېکمرغي وي خو که وګورو نو شهباز شریف تر اوسه یوازې د دې امر کولو توان نه لري چې علي وزیر دې د پارلمان غونډې ته حاضر کړل شي، نو چه کله د پوځ خوښه نه وي‌ نو بیا به د ده لپاره امکانات ډېر کم وي."

منظور پښتین وویل، دوی ځکه ډېر هیله من نه دي چې د ده په وینا، په پاکستان کې پوځ د ټولو ادارو پرتله زیات واک درلودلی دی.

خو د پاکستان هر حکومت داسې تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې واک د دوی دی خو دوی د ملک ټولې پرېکړې د پوځ په ګډون له اړوندو ادارو سره په شریکه کوي.

د لادرکه بلوڅانو د خوشي کولو لپاره د مبارزه کوونکي سازمان وایس په بلوچ مسنګ پرسنز مخکښ عبدالقدیر بلوڅ مشال راډیو ته وویل، تر شهباز شریف وړاندې د ده ورور نواز شریف هم د وزیراعظم په توګه دا مسله هواره نکړای شوه.


عبدالقدیر بلوڅ زیاته کړه چې د دوی په فکر دا مسله له پوځ او جاسوسي ادارو پېښه ده او هم هغوی به یې هواروي."شهباز شریف یوازې د وخت تېرولو او ځان خلاصولو لپاره عدالت ته دا بیان ورکړی دی، هغه دا نده څرګنده کړې چې زه یې را خلاصوم بلکې ویلي یې دي چې خبرې به کوم، نو ته چې خبرې کوې نو دا خو نده معلومه چې هغه بااختیاره خلک ستا خبره مني او که یې نه مني، نو دوی یوازې خبرې کوي او واک نه لری."

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن ایچ ار سي پي د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان هم د وزیراعظم شهباز شریف پر دې تازه څرګندونو خوشبيني ونه ښودله.


اکبر خان د سېپټمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، که تېر وخت ته وکتل شي نو حکومتونه د دې پېچلې مسلې په هواري کې بې واکه پاته شوي دي. خو نوموړي زیاته کړه چې که د ملک حالاتو ته په کتو، حکومت او پوځ د دې جدي مسلې په هواري کې کار کوي نو دا به د دوی دواړو په ګټه وي." په ملک کې په زوره د لادرکه کولو په لړۍ کې شدت راغلی دی او بل پلو ریاست هم د دې مسلې د هواري لپاره جدي ګامونه نه دي اخیستي خو اوس دا د خوښۍ خبره ده چې عدلیې په دې مسله کې د ملک د واکمنو ور غوښتل پیل کړي دي."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په داسې وخت کې د اسلام اباد های کورټ ته وړاندې شوی چې د پښتنو او بلوڅو فعالانو په وینا، په ملک کې په لسګونه زره کسان لادرکه دي. دوی تور پورې کوي چې دا د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې ايي ایس ايي لادرکه کړي دي خو هغوی داسې تورونه ردوي او وايي چې دا د پاکستان ضد هیوادونو ایجنډا ده.

XS
SM
MD
LG