د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د پوليسو لخوا د شهباز ګیل د جسماني ريمانډ غځولو غوښتنه رد کړې


شهباز ګیل د پخواني وزیراعظم او تحریک انصاف د مشر عمران خان نېږدې سلاکار دی. (پخوانی عکس)
شهباز ګیل د پخواني وزیراعظم او تحریک انصاف د مشر عمران خان نېږدې سلاکار دی. (پخوانی عکس)

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد یو عدالت د پولیسو له خوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د مخکښ شهباز ګیل د جسماني ریمانډ غځولو غوښتنه رد کړې او هغه یې په جوډیشل ریمانډ بېرته زندان ته لېږلی دی.

پاکستانیو رسنیو لیکلي چې شهباز ګیل نن (د اګست پر ۱۲مه) عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

شهباز ګیل د پخواني وزیراعظم اوپي ټي ای د مشر عمران خان نېږدې سلاکار دی.

پاکستانۍ خبري‌ رسنۍ وايي شهباز ګیل د اګست ۱۲مې په اورېدنه کې عدالت ته ویلي چې پر هغه د پلټنو پر مهال تشدد شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې هغه د پوليسو په ولکه کې نه وو. پولیسو د هغه د دې ادعا په اړه څه نه دي‌ ویلي.

نوموړی د اګست پر نهمه له هغه وروسته پولیسو نیولی وو چې په يو پاکستاني ټيليويژن کې یې د پوځ په اړه ويناوې وکړې.

پولیس تر هغه وروسته د ده پرضد د بغاوت او ریاستي ادارو پرضد د ولس پارولو په تور مقدمه درج کړې وه.

پاکستانۍ رسنۍ دا خبر هم ورکوي چې پولیسو د اګست پر ۱۱مه د شهباز ګیل پرضد د ثبوتونو پټولو او د غلطو معلوماتو ورکولو په تور یوه بله مقدمه هم جوړه کړې ده.

په دې اړه د شهباز ګیل یا د هغه د ګوند ځانګړې غبرګون لا مخې ته نه دی راغلی خو تر دې وړاندې یاد ګوند تور پورې کړی چې اوسنی حکومت له بېلا بېلو لارو له دوی سیاسي انتقام اخلي.

خو د مسلم لیګ نون، پیپلز ګوند او د ځينو نورو ګوندونو اېتلافي حکومت بیا دا تورونه ردوي او برعکس ادعا کوي‌ چې د تحریک انصاف مشرتابه په ملک کې سیاسي‌ګډوډي رامنځ ته کړې ده.

XS
SM
MD
LG