د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمرخالد خراساني په ګډون د تحریک طالبان ۳ مهم مشران وژل شوي


عمر خالد خراسانی په مومندو کې د تحریک طالبان پاکستان له قوماندانانو یو وو چې اوسمهال په افغانستان کې اوسېده - پخوانی انځور.
عمر خالد خراسانی په مومندو کې د تحریک طالبان پاکستان له قوماندانانو یو وو چې اوسمهال په افغانستان کې اوسېده - پخوانی انځور.

سرچينې وايي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) درې مهم مشران په افغانستان کې وژل شوي دي.

په وژل شويو کې عبدالولي چې د عمر خالد خراساني په نوم هم پېژندل کېږي، هم شامل دی چې د تحریک طالبان پاکستان په مهمو مشرانو کې وو. وژل شوي دوه نور حافظ دولت او مفتي حسن نومېږي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال رېډيو ته وويل چې هغه طالب مشران د اګست پر اوومه ماښام مهال جنوبي وزیرستان ته څېرمه د افغانستان د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې روان ول چې موټر يې د سړک غاړې ښخ بم باندې وخوت.

تر اوسه د دې پېښې څرنګوالي په اړه نور معلومات نه شته او همداراز، دا هم نه ده معلومه چې هغه بم چا ایښی وو او ذمه واري یې هم چا نه ده منلې.

ويل کېږي چې درې واړه د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولايتونو کې مېشت ول خو د سرچينو په وينا، د سلا مشورې لپاره برمل ته روان ول، البته په دې اړه يې نور معلومات له مشال رېډيو سره شريک نه کړل.

عمر خالد خراساني د مومندو اوسېدونکی وو او ويل کېږي چې د تحریک طالبان د مومندو څانګې مشر وو. مفتي حسن د طالبانو له هغو قوماندانانو دی چې په شام او عراق کې د داعش وسله والې ډلې له پخواني مشر ابوبکر بغدادي سره يې بیعت کړی وو.

ويل کېږي چې څو کاله وړاندې د مفتي حسن په پارونه طالبان په خپلو کې سره جنګېدلي ول. حافظ دولت د عمر خراساني ډېر نېږدې ملګری ګڼل کېده.

دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان ترمینځ مذاکرات روان دي.

د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر د سلاکار محمد علي سيف په مشرۍ يو ۱۲ کسيزه پلاوی د اګست پر لومړۍ نېټه د تحریک طالبان له مشرانو سره په کابل کې تر درې ورځنيو خبرو اترو وروسته پاکستان ته ستون شوی وو.

د طالبانو او د پاکستان حکومت ترمينځ د ۲۰۲۱ز کال له وروستیو میاشتو راهیسې په بېلابېلو بڼو مذاکرات شوي دي.

محمد علي سیف د اګست پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته ويلي ول چې خبرې به دوام ولري. ده وویل، هغه شخړه چې له ۲۰ کلونو راهیسې روانه ده په یوه یا دوه پړاو خبرو کې نه هوارېږي.

نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته وويل چې خبرې اترې په ډېره ښه فضا کې وشوې او دواړو خواوو خپل نظریات او وړاندیزونه سره شریک کړل.

تر دې وړاندې د روان ۲۰۲۲ز کال د جون پر لومړۍ نېټه کابل ته له پاکستانه ورغلي ۵۳ کسیزه جرګې د ټي ټي پي له مشرتابه سره خبرې کړې وې چې په ترڅ کې یې هغه يو مياشتنی اوربند تر نامعلومې مودې وغځېد چې د ۲۰۲۲ز کال د مې مياشتې په سر کې شوی وو.

خو پر اوربند سربېره په خیبر پښتونخوا کې بالعموم او په ځانګړي ډول په قبایلي سیمو کې بریدونه روان دي چې پکې ولسي وګړي، امنیتي سرتېري او حکومتي کارکوونکي په نښه کېږي. البته د ډېرو حملو ذمه واري هم هېڅ وسله والې ډلې نه ده منلې. په قبایلي سیمو کې له تحریک طالبان پاکستان پرته نورې ډلې هم فعاله دي.

XS
SM
MD
LG