د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې ۸ تنه وژلي او ۱۸ یې ټپي کړي‌


د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته ویلي چې دا بم د اګست پر پينځمه د سبزیو په یوه ګاډۍ کې پټ ایښودل شوی وو. (انځور: ارشیف)
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته ویلي چې دا بم د اګست پر پينځمه د سبزیو په یوه ګاډۍ کې پټ ایښودل شوی وو. (انځور: ارشیف)

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د شیعه ګانو له یو استوګنځای سره په یوه بمي چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ تر پېښې وروسته ویلي چې دا بم د اګست پر پينځمه د سبزیو په یوه ګاډۍ کې پټ ایښودل شوی وو.

د ده په وینا، چاودنه هغه وخت شوې چې کله په دغه ځای کې د خلکو ګڼه وه. پولیس وایي چې په دې پېښه کې اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.

اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) د دې برید ذمه واري منلې ده.

په کابل کې دغه چاودنه په هغه ځای کې شوې ده چې هزارګان پکې اوسیږي او د دوی زیاتره شیعه مسلمانان دي.

په افغانستان کې شیعه ګان اوسمهال د محرم لومړۍ ۱۰ ورځې لمانځي چې د اګست پر اتمه به د عاشورې پر ورځ د جلوسونو په اېستلو پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG