د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل الرحمان: د سياست شوق لرونکي جرنېلان، قاضيان او بيوروکرېټان دې له خپلو څوکيو استعفاوې ورکړي


مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې وکړې: انځور له ارشیفه
مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې وکړې: انځور له ارشیفه

د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان وايي، پر ججانو، جرنېلانو او بېوروکرېټانو غږ کوي چې له سیاست څخه دې لاس واخلي.


نوموړي ویلي، که څوک د سیاست شوق لري نو بیا دې د ادارو مشري پرېږدي او سیاست ته دې مخه کړي. مولانا فضل الرحمان دا څرګندونې د جولای پر ۲۹مه په پېښور کې د خپل ګوند جمعیت علما اسلام (ف) ډلې یوې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي وویل:

"زه داسې قاضیانو، جرنیلانو ته او داسې بیورو کریټانو ته په ډاګه ویل غواړم چې که د سیاست کولو شوق یې وي نو ادارې دې نه استعمالوي، له خپلو څوکیو دې استعفا ورکړي او د سیاست میدان ته دې راشي.موږ به یې بیا حیثیت وګورو. دلته ځیني خلک ادارې د خپلو خلکو د نازولو لپاره استعمالوي خو دا پاکستان د ولس دی، د کومې ادارې د نازولو لپاره نه دی جوړ شوی. "

نوموړي دا خبرې تر هغه وروسته کړې چې په دا وروستيو کې د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس د پاکستان جمهوري غورځنګ ځېنو غوښتنو ته غاړه نه کښېښوده. مولانا فضل الرحمان پر عدالتونونو هم غږ کړی چې د ده په وینا، د ملک د سیاست په اړه بې طرفه پاتې شي.

د سیاسي مبصرینو په وینا مولانا فضل رحمان چې د "نازولي" لفظ استعمالولو نو اشاره یې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان لوري ته وه. هغه عدالت ته هم وویل چې بې پرې دې واوسي. نوموړي وویل، که د ملک د سترې محکمې چیف جسټس او نور قاضیان بې پرې پاتې نه شي نو تاریخ به یې معاف نه کړي او نومونه به یې د هغو قاضیانو په فهرست کې ولیکل شي چې خلک پرې اعتراض کوي.

مولانا فضل رحمان په پېښور کې خبري غونډې ته په وینا کې دا هم وویل چې په عدالتونو او الیکشن کمیشن هم فشار دی، که داسې نه وای نو هغوی به د ایین او قانون مطابق فیصلې کړې وای.

بلخوا پوځ او عدليې په وار وار ويلي چې دوی په سياست کې مداخلت نه کوي. خو د پاکستان ډان ورځپاڼې د جولايي پر ۳۰مه پر خپلې وېبپاڼې خبر خپور کړی چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پیسو د نړیوال صندوق (ايي اېم اېف) نه د پورونو د زر ترلاسه کولو لپاره له واشنګټن سره اړیکه نیولې ده. ډان لیکي، د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نه چې کله په دې اړه پوښتنه وشوه نو هغوی وویل، د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه (ايي اېس پي ار) به ترې خبره وي، دوی څه نه شي ویلي چې جنرال باجوه او امریکايي چارواکو ترمنځ په اقتصادي مسلو هم خبرې شوې دي کنه؟

د شنونکو په باور د پاکستان د پوځ د مشر لخوا د اقتصادي مرستو یا پورونو لپاره نورو هیوادونو سره اړیکه نیول هم په سیاست کې د ښکېلېدو غمازي کوي.

XS
SM
MD
LG