د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټانک: د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر له سېلاب ځپلو سره مالي مرستې اعلان کړې


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خېبر پښتونخوا اعلا وزير نن (د جولای پر ۱۶مه) د ټانک ضلعې دوره کړې او هلته يې له ځينو سېلاب ځپلو کورنیو سره د مالي مرستو اعلان کړی دی.

محمود خان د ټانک په پايي کلي کې د وژل شوو دوو کسانو کورنيو ته د څلورو څلورو لاکو روپيو امدادي چېکونه ورکړل. نوموړي همدا رنګه د نورو سیلاب ځپلو کورنیو سره هم د مرستو اعلان وکړ. ده وویل، حکومت به هغو کورنیو ته ۴۰۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي چې کور یې مکمل ړنګ وي او د چا چې کور په جزوي ډول وران شوی وي، حکومت به ورته ۱۶۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي.

خو په سېلابونو کې د ويجاړو شوو کوورنو مالکانو له مشال رېډيو سره په خبرو کې له حکومته غوښتي چې له دوی سره دې سمدتي او د ډېرو پيسو مرستې وکړي.

په خېبرپښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د جون او جولايي مياشتو په بارانونو او له کبله يې په راغليو سېلابونو کې ۲۷ کسان وژل شوي او ۳۷ ژوبل شوي دي او سلګونه کورونه ړنګېدلي دي.

XS
SM
MD
LG