د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر په باړه کې نامعلومه وسله والو دوه پوليس سرتېري وژلي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پولیس وايي، د خېبر ضلعې د باړې په شلوبر سیمه کې وسله والو دوه پوليس سرتیري په ډزو وژلي دي.

د خیبر ضلعي د پولیسو ویاند ظهیر خان مشال رېډيو ته وويل چې نن (د جولاي په ۱۶مه )ماسپښین مهال د باړې په شلوبر کې وسلوالو په یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په نتیجه کې یې دوه پولیس سرتیري سید کریم او عبدالرحمان ووژل شول.

پولیس وایي، وسله وال چې په موټر سایکل سپاره وو، له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

تر دې دمه د بريد زمه واري چا نه ده منلې. خو دا پېښه پر داسې مهال شوې چې په دې روستيو کې په خېبرپښتونخوا کې هدفي بريدونه زيات شوي دي. د جولاي په ۱۱مه هم په بنو کې په سرحدي عسکرو بمي بريد کې يو چارواکی ووژل شو او څلور سرتيري ژوبل شول. دغه راز د ناڅرګنده کسانو لخوا د خيبر پښتونخوا په مردان، خيبر او شمالي وزیرستان کې د جولايي په اوومه په جلا جلا بريدونو کې درې کسان ووژل شول او اته ژوبل شول.

دا پېښې په داسې وخت کې ترسره کيږي چې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ ډزبندي شوې او د دواړو خواړو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

XS
SM
MD
LG