د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې د افغان ښځو لازمي حجاب په اړه پر طالبانو انتقاد کړی دی


په کابل کې یوشمېر ښځې په ښار کې روانې دي - پخوانی انځور.
په کابل کې یوشمېر ښځې په ښار کې روانې دي - پخوانی انځور.

ناروې د افغان ښځو د اجباري حجاب په اړه د طالبانو پر فرمان سختې نیوکې کړي دي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د مې پر نهمه په دې تړاو اعلامیه کې ویلي، طالبان د دې پر ځای چې اقتصادي ستونزو او ټولګډونه حکومت باندې تمرکز ولري ورځ تر بلې ښځې تر فشار لاندې راولي.

د ناروې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هنریک تون ویلي، "د طالبانو د اجباري حجاب او له کوره د نه وتلو فرمان سخت غوسه کړی یم."

طالبانو د مې پر اوومه فرمان ورکړ چې ښځې دې حجاب واغوندي او بې موجبه دې له کوره بهر نه وځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG