د لاسرسي ځای

تازه خبر

د متحده عربي اماراتو د اقتصادي چارو پوهان په بیړني سفر پاکستان ته ځي


د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي چې شهباز شریف د مې پر درېیمه د متحده عربي اماراتو له پلاوي سره ګوري - پخوانی انځور.
د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي چې شهباز شریف د مې پر درېیمه د متحده عربي اماراتو له پلاوي سره ګوري - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو د اقتصاد پوهانو یو پلاوي په یوه بیړني سفر اسلام اباد ته ځي.

د پاکستان وزیراعظم د مې پر دویمه پر رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې لیکلي دي چې هغه پلاوی به د مې پر درېیمه په لاهور کې له وزیراعظم شهباز شریف سر ګوري.

په بیان کې راغلي، د متحده عربي اماراتو د اقتصاد پوهانو د دې سفر هدف د هغو پرېکړو عملي کول دي چې هغه هېواد ته د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف د سفر پرمهال شوې وې. نوموړی د مې پر لومړۍ نېټه له سعودي عربه تر ستنېدو وروسته عربي اماراتو ته ورغی.

د متحده عربي اماراتو د خبري اژانس له خبر سره سم، شریف په ابوظبۍ کې له وليعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره ولیدل او پر دوه اړخیره، سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

د وزیراعظم دفتر په بیان کې زیاته کړې چې د لاهور په ملاقات کې د پاکستان او متحده عرب اماراتو ترمینځ د اقتصادي چارو پر ګړندي کولو غور وشي.

دا ملاقات پر داسې مهال کېږي چې پاکستان له تېرو څه د پاسه درو کلونو راهیسې له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی او د هېواد نوي حکومت ویلي چې د سمولو لپاره یې جامع تګلاره جوړوي.

XS
SM
MD
LG