د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان یو ځوان سیدمانور هدفي برید کې ووژل شو


پولیس وایي د شمالي وزیرستان په عیدک سیمه کې یو ځوان، د مخ بټو موټرسایکل سپرو کسانو لخوا په ډزو کې وژل شوی دی.

د ميرام شا تاڼې يو چارواکي بیګا (د اپریل پر ۲۹مه) مشال راډیو ته وویل چې د وژل شوي ځوان نوم سید مانور دی او برید ګر په تېښته کې بریالي شوي دي.

پولیس چارواکي دا هم وايي چې په میرام شا کې د یو اولسي مشر ملک محمد رحمان د کور مخی ته بمي چاودنه شوې خو چاته پکې ځاني تاوان رسیدلی نه دی. په یاد ملک باندې تر دې وړاندې هم مرګوني بریدونه شوي ول خو نوموړی ترې ژوندی راوتلی وو.

د سیمې نه د رارسیدلو راپورونو پر اساس دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې په ولسي وګړیو ۱۵م هدفي برید وو. پر دې سربېره، په دوو بریدونو کې پولیس سرتیري په نښه شوي دي. تیرکال د هدفي بریدونو شمیره ۶۳ ته رسیدلې وه.

XS
SM
MD
LG