اوکراین کییف ته د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش او د بلغاریا د وزیراعظم کېریل پېتکوف د سفر پر مهال د روسیې هوایي بریدونه غندلي او هغه یې یو "وحشیانه عمل" بللی دی.
د کییف ښاروال پر پیغام استوونکي اپلیکېشن ټېلېګرام لیکلي چې د اپرېل پر ۲۸مه دوه حملې د شېوچېنکېوسکي پر سیمه شوي دي.
تر اوسه په هغو حملو کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه شته. بلخوا د ملګرو ملتونو د مشر یو نېږدې سلاکار ویلي چې دوی محفوظه دي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دېمېترو کولېبا پر ټوېټر لیکلي چې روسیې له هغه "وحشیانه عمل" سره یو ځل بیا اوکراین،اروپا او نړۍ ته خپل چلند په ډاګه کړ.
د اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي یو جګپوړي سلاکار میخایلو پودولیاک ویلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې انتونیو ګوتېرېش مسکو ته هم تللی وو او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي ول. پودولیاک زیاته کړه، تر دې یوه ورځ وړاندې هغه په کرېملېن کې د یو اوږد مېز څنډې ته ناست وو او "نن یې د سر د پاسه" توغندي ورول شول.
د ملګرو ملتونو مشر له کییفه بهر ځینو هغو سیمو ته هم ورغلی چې پکې د روانې میاشتې په پيل کې د ولسي وګړو داسې جسدونه وموندل شول چې پر ځینو د تشدد نښې هم وې.
انتونیو ګوتېرېش د جنایتونو نړیوال عدالت د پلټنو د هڅو مرسته هم کوي.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل وکړ چې پکې تر اوسه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.