د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر کې په وسله وال برید کې ۱ پولیس او ۲ ولسي وګړي وژل شوي


پولیس وايي برید د باړې په تالاب سیمه کې شوی دی.
پولیس وايي برید د باړې په تالاب سیمه کې شوی دی.

د خیبر په باړه کې د پولیسو پر یوې پوستې په وسله وال برید کې یو افسر او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د خیبر د پولیسو ویاند ظهیر اپرېدي د اپرېل پر ۲۰مه شپې مهال مشال راډیو ته وویل، پولیسو د چارشنبې (شورو) پر ماښام تر روژه ماتي وروسته د خیبر او پېښور ترمینځ پر لاره د ګاډو تالاشي اخیسته چې وسله والو ورباندې حمله وکړه.

د ده په خبره، د باړې په تالاب سیمه کې پر پوستې په برید کې د پولیسو د استخباراتي څانګې انسپکټر امجد خان اپرېدی او دوه ولسي وګړي ووژل شول. اپرېدی وايي، په پېښه کې د پولیسو یو سرتېری او یو ولسي وګړی هم ژوبل شول.

د ده په خبره، وسله وال د ځوابي کارروایۍ پرمهال د پېښې له ځایه وتښتېدل خو زیاتوي چې پولیسو په باړه کې د لټون عملیات پیل کړي دي.

د مرستندویه ادارې رېسکیو ۱۱۲۲ چارواکو مشال راډیو ته وویل، ژوبل کسان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG