د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت وايي، د ممنوع الخروج کسانو د نوملړ په اړه قانون ته له سره کتنه کوي


د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د وزيراعظم په توګه تر انتخاب وروسته شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي.
د ۲۰۲۲ز د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان د وزيراعظم په توګه تر انتخاب وروسته شهباز شريف قامي اسمبلۍ ته وينا کوي.

د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ د پاکستان نوي حکومت پرېکړه کړې چې د ممنوع الخروج کسانو د نوملړ (اېګزېټ کنټرول لېسټ یا اي سي اېل) په اړه قانون ته له سره کتنه وکړي.

د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مريم اورنګزېب د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، د دې کتنې لپاره یې د قانون وزير په مشرۍ يوه کمېټه جوړه کړې چې په درو ورځو کې به په لېسټ کې د خلکو د نومونو د شاملولو لپاره د موجودو شرایطو او اصولو ارزونه کوي.

هغې تور پورې کړ چې د تحريک انصاف حکومت پر وخت هغه لېسټ د سیاسي انتقام اخیستو لپاره کارول شوی وو نو ځکه یې دوی بيا قانون ته برابرول غواړي.

د نوموړې په خبره، کمېټه به په درو ورځو کې د ضروري بدلونونو وړانديزونه کابینې ته وړاندې کړي.

په پاکستان کې وفاقي حکومت واک لري چې د ځینو لویو تورونو پر اساس ځینې کسان له هېواده بهر تګ ته پرې نه ږدي خو په تېرو کلونو کې یوشمېر فعالان او سیاستوالان هم په هغه نوملړ کې ورشامل شوي ول.

پخواني حکومت ویلي ول چې هغه فعالان او سیاستوالان له مقدمو او تورونو سره مخامخ دي او ویره لري چې که هېواد پرېږدي نو بیا به عدالتي کارروایۍ ته نه ورستنېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG