د لاسرسي ځای

تازه خبر

اپوزیشن ګوندونو د خیبر پښتونخوا وزیراعلا خلاف د عدم اعتماد تحریک جمع کړ


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ودانۍ: انځور له ارشیفه

په خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې مخالفو ګوندونو د اپریل پر اتمه، د وزيراعلا محمود خان پرضد د بې باورۍ تحريک د اسمبلۍ په سيکرټيريټ کې جمع کړی دی.

عوامي نيشنل پارټۍ د اپريل پر اتمه پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په خيبر پښتونخوا اسمبلي کې متحده اپوزيشن د وزيراعلا پرضد عدم اعتماد تحريک جمع کړی دی.

په اسمبلۍ کې مخالف سياسي ګوندونه وايي د وزيراعلا محمود خان پرضد د عدم اعتماد تحریک قرارداد د ايين د ۱۳۶مې مادې لاندې جمع کړل شوی دی. په قرارداد کې ويل شوي دي چې په اسمبلۍ کې محمود خان اکثريت له لاسه ورکړی دی او د وزيراعلا په حيث کار نشي کولی. د اعلا وزير پرضد د تحريک عدم اعتماد پر قرارداد له ۲۰ زياتو غړیو دستخطونه دي.

یاده دې وي چې په پنجاب اسمبلۍ کې هم مخالفو سياسي ګوندونو د وزيراعلا عثمان بزدار پرضد د مارچ پر ۲۸مه د بې باورۍ تحريک جمع کړی وو چې نوموړي په هغه ورځ استعفی ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG