د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د لادرکه شيعه ګانو د موندلو لپاره کارکوونکی وژل شوی


 پخوانی تصویر: په کراچۍ کې پولیسو تر یوې حملې وروسته سړک بند کړی دی
پخوانی تصویر: په کراچۍ کې پولیسو تر یوې حملې وروسته سړک بند کړی دی

د سیند صوبې په کراچۍ کې د لادرکه شیعه ګانو د موندلو لپاره کارکوونکې کمېټې غړی وژل شوی دی.

د کراچۍ پولیسو رسنیو ته په لېږلي بيان کې ويلي‌چې د مارچ په ۱۲مه د ښار په ایف بي ایریا کې، پر موټر سایکل سپرو کسانو په سلمان حېدر نومې تن د هغه د کور مخې ته ډزې وکړې او په تېښه بریالي شول.

پولیسو د نا معلومو کسانو پر ضد مقدمه درج کړې او د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.

بلخوا د مجلس وحدت المسلمین په یو بیان کې د سلمان حیدر وژنه په کلکو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې دا د کراچۍ ښار د امن خرابولو هڅه ده. دوی زیاته کړې چې دا پېښه د قانون نافذوونکیو ادارو کارکردګي تر پوښتنو لاندې راولي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د سلمان حېدر د وژنې زمه واري نه ده اخیستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG