د خیبر پښتونخوا له ځينو سیمو د بلدیاتي انتخاباتو نارسمي او غیر حتمي نتیجې راروانې دي.
د هغې صوبې د ۱۳ ضلعو په یوشمېر برخو کې د فبرورۍ پر ۱۳مه بیا انتخابات وشول ځکه. د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه هلته د ناامنیو، تاوتریخوالي او یا هم د نوماندانو د مړینو له وجې ټاکنې ځنډېدلې وې.
نارسمي او غیرحتمي نتیجې ښيي چې د ډېره اسماعیل خان د ښاروال څوکۍ د واکمن تحریک انصاف عمر امین ګنډه پور ګټلې.
همداراز، نارسمي نتیجې ښيي چې د لکي مروت ضلعې په لکي تحصیل کې خپلواکه نوماند شفقت الله خان، په هم هغه ضلع کې په نورنګ تحصیل کې د جماعت اسلامي حاجي عزیز الله خان، د بنو په بکاخېلو تحصیل کې د جمعیت علمای اسلام (ف) ملک مامور وزیر او د بنو په ډومېل تحصیل کې د واکمن تحریک انصاف اسرار خان د چېرمینۍ څوکۍ ګټلې دي.
د دې ترڅنګ په کرک ضلع کې د درېواړه تحصیلونو د چېرمینانو څوکۍ د پاکستان تحریک انصاف نوماندانو عظمت علي خټک، سجاد احمد او عنایت الله خټک ګټلې دي.
له نارسمي نتیجو سره سم، د خیبر د لواړګي او جمرود تحصیلونو د چېرمینۍ څوکۍ د تحریک اصلاح پاکستان شاه خالد شینواري او سید نواب اپرېدي او د باړې تحصیل د چېرمینۍ څوکۍ د جمعیت علمای اسلام (ف) مفتي محمد کفیل ګټلې دي.
تر اوسه د کواټ د دره ادم خېل د انتخاباتو نتیجې نه دي راغلې.
د اتوار پر ورځ د انتخاباتو امنیت لپاره د پولیسو او اېف سي ځواک ترڅنګ پوځي سرتېري هم ځای پر ځای شوي ول.
د دریوو قبایلي سیمو په ګډون د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو د ډېسېمبر پر ۱۹مه ترسره شوی وو. انتخاباتي کمېشن وايي، په پاتې څلور قبایلي سیمو او ۱۸ ضلعو کې به د مارچ پر ۳۱مه د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو ترسره کوي.