د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: پي ډي اېم د حکومت ضد عدم اعتماد تحریک راوړلو اعلان کړی


د مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) ویلي چې د مارچ پر ۲۳مه د حکومت د نسکورولو په هدف اسلام اباد ته د لاریون فېصله پر خپل ځای ده: انځور له ارشیفه
د مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) ویلي چې د مارچ پر ۲۳مه د حکومت د نسکورولو په هدف اسلام اباد ته د لاریون فېصله پر خپل ځای ده: انځور له ارشیفه

پاکستان کې د حکومت مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) اعلان کړی چې د مرکزي حکومت خلاف به د عدم اعتماد تحریک راوړي.

په لاهور کې د پي ډي اېم د مشرانو له یوې غونډې وروسته د دې تحريک مشر مولانا فضل الرحمان د فبرورۍ د ۱۱مې نېټې په شپه ناوخته يوې خبري غونډې ته وویل چې دوی به په دې لړ کې په حکومت کې له شاملو اتحادي ګوندونو سره هم رابطه کوي.

هغه وايي:

"په پي ډي اېم کې شاملو ټولو ګوندونو په دې خبره اتفاق کړی دی چې د موجوده حکومت خلاف به د بې باورۍ تحریک راوړو او په دې اړه به د حکومت له اتحادي ګوندونو سره هم رابطه کوو چې دوی د یو داسې حکومت ملاتړ ختم کړي چې په هېواد کې یې ګراني زیاته کړې او ملکي اقتصاد یې له تاوان سره مخامخ کړی."

د دغې خبري غونډې پر وخت د مسلم ليګ (ن) ګوند مشر شهباز شريف او مرستياله مشره مريم نواز هم موجود ول.

مولانا فضل الرحمان دا هم وویل چې دوی به په دې اړه لومړی خپل چمتووالی نيسي او پر مناسب وخت به د وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحریک وړاندې کوي. تر دې وړاندې د فبرورۍ پر ۱۱مه، په لاهور کې په پي ډي اېم کې د شاملو ګوندونو یوه غونډه وشوه چې پکې پخواني وزیراعظم نواز شریف هم د ویډیو لېنک له لارې ګډون وکړ.

بلخوا تېره ورځ (فبرورۍ ۱۱مه) د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چودري په یوه ویډیو پيغام کې ویلي، د مخالفو سیاسي ګوندونو ځینې مشران په داسې کولو سره غواړي ځان له مقدمو بچ وساتي او زیاتوي چې د دوی د عدم اعتماد تحریک به کله هم کامیابه نه شي.

د مخالفو سياسي ګوندونو اتحاد (پي ډي اېم) ویلي چې د مارچ پر ۲۳مه د حکومت د نسکورولو په هدف اسلام اباد ته د لاریون فېصله پر خپل ځای ده.

دوی تور پورې کوي چې وزیراعظم عمران خان د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې د پوځ په مرسته د درغلۍ له لارې واکمن شو او د ناکامه تګلارو له امله يې په هېواد کې ګراني زیاته شوې ده، خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه رد کړي دي.حکومت دا هم وايي چې حکومت مخالفه ګوندونه د خپلو درغلیو د پټولو په خاطر دا ډول احتجاجونه کوي او داسې بیانونه ورکوي.

حکومت وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو واکمنانو په میراث کې پاتې دی چې د سمولو هڅې یې کوي خو حکومت مخالفه ګوندونه دا ادعاوې په وار وار رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG