د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو طالبانو ته د "لادرکه" افغان ښځو په اړه اندېښنه ښوولې


ډېبرا لاینز له مولوي کبیر سره د لیدو پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور.
ډېبرا لاینز له مولوي کبیر سره د لیدو پر مهال - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ شپږمې انځور.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې ډېبرا لاینز د "لادرکه" افغان ښځو په اړه په کابل کې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو سره کتلي دي.

لاينز د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر او ځينو نور طالب مشرانو سره د فبرورۍ پر شپږمه په يو ملاقات کې د "ورکو" ښځو پر موندلو ټينګار کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د فبرورۍ پر شپږمه په یوه ټویټ کې لیکلي چې ډېبرا لاینز په دې لیدنه کې د "لادرکه" ښځو د سلامتیا په اړه خپله "ژوره اندېښنه" وښوده.

د یوناما په ټویټ کې یادونه شوې چې لاینز د طالبانو د هغه لوړپوړي چارواکي ژمنه چې په دې تړاو به پوښتنې کوي، ستایلې او د تازه معلوماتو انتظار باسي.

نوموړې زیاته کړې چې د ټولو افغانانو د حقونو له رعایت پرته له افغانستان سره د نړۍ ملاتړ له مینځه تللی دی.

دا ملاقات په داسې حال کې شوی چې له رپورټونو سره سم، اوسمهال شاوخوا پینځه ښځې ورکې دي چې دعوه کېږي له طالبانو سره دي.

دې پينځو افغان ښځو د طالبانو له حکومته د حق غوښتنو په مظاهرو کې ګډون کړی وو. د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبانو دوی له خپلو کورونو وړي دي.

په دوی کې زهرا محمدي او مرسل عیار چې د کابل د معترضو ښځو په ډله کې وې د فبرورۍ پر دویمه له خپلو کورونو وړل شوي. تمنا زریاب او پروانه ابراهیمخېل نېږدې ۲۰ ورځې مخکې او تر هغه څو اوونۍ وړاندې د هرات د ښځينه وو د زندان مدیره عالیه عزیزي ورکه شوه.

طالبانو نه ده منلې چې دا ښځې له دوی سره بندیانې دي. خو د مولوي عبدالکبیر دفتر رسنيو ته په استولي بيان کې ويلي چې د دغو ښځو د پیدا کولو هڅې کېږي او اړوندې ادارې په دې برخه کې همکاري کوي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فبرورۍ پر درېيمه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې دا ښځې اکثر بهر هېوادونو ته د تګ لپاره د ده په خبره، د قضیو جوړولو هڅې کوي.

ډېبرا لاینز مخکې هم غوښتنه کړې وه چې طالبان دې د دغو لادرکه ښځو د خوشې کېدو په تړاو سمدستي لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG