د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ "ټي ټي‌پي سره د خبرو لپاره د مسيدو يوه جرګه" لېږلې


د تحريک طالبان پاکستان ځيني وسله وال
د تحريک طالبان پاکستان ځيني وسله وال

د درې مسیدو مشرانو جرګه او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د پېښور کورکمانډر ورته ویلي دي چې په سيمه کې د امن پر ځای کولو لپاره یې له تحريک طالبان پاکستان سره د جرګې د لارې خبرې روانې دي.

د درې مسيدو مشرانو جرګې يو مشر ملک سعيد انورد جنورۍ په ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې کورکمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حميد پرون په ټانک کې له دوی او د جنوبي وزيرستان د قامي او صوبايي اسمبلۍ له استازو او ځوانانو سره په جرګه کې دا هم وويل چې په وزيرستان کې به په خلکو تشدد او هدفي وژنې په مکمله توګه بندې شي.

بلخوا د جنورۍ په ۲۶مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزيب مسيد وويل چې کور کمانډر ته يې وويل چې له تحريک طالبان پاکستان سره دې په خپله په اييني چوکاټ کې دننه د سولې خبرې وکړي او د سيمې خلک دې پکې نه استعمالوي.

عالمزېب زياته کړه چې کور کمانډر ورته ويلي چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره يې د مسيدو يوه جرګه لېږلې ده. د پاکستان پوځ او طالبانو ته نېږدې سرچینو مشال راډیو ته ویلي چې په نهمه جنورۍ پاکستان له ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرو بيا پیلولو لپاره په پټه یو پلاوی افغانستان ته استولی وو.

سرچينې وايي خبرې پردې څرخېدې چې په څه ډول کېدای شي چې مات شوی اوربند وغځول شي او د تحريک طالبان پاکستان لخوا له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې چې کومې حملې روانې دي چې پکې په زرګونو کسان وژل شوي پای ته ورسېږي.

پاکستاني طالبانو له هغه لنډمهالي اوربند وروسته چې د پروسږکال په دیسمبر کې پای ته ورسېد، د پاکستان پر پوځ او پولیسو حملې زیاتې کړي دي.

XS
SM
MD
LG